1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه کار چې باید مخکې تر سره شوی وای

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

د آلمان پخواني ولسمشر کریستیان وولف، له رسنیو سره تر څو اوونیو شخړو وروسته استعفأ وکړه. د آلمان غږ د راډیو عمومي مدیر مسئوله میرمن اوته شیفر په دې اړه یوه تبصره لري چې تاسو ئې پښتو ژباړه لولی.

https://p.dw.com/p/144vK
انځور: picture-alliance/dpa

پر کریستیان وولف د هانوور د څارنوالۍ له خوا د شک پیلیدو د نوموړي د ریاست جمهوري د دورۍ پای ثابت کړ. که څه هم د کریستيان وولف د ګناه او بې ګناهي په هلکه د ثبوتونو تر په ډاګه کیدو پوري وخت پاته دئ خو په یوه لوړ مقام کې د نوموړي پاته کیدل نور ممکن نه وو.

دغه استعفا باید شوې وای او آن باید ډیر وخت مخکې تر سره شوې وای. دا د کریستيان وولف له پاره چې د څو اوونیو راهیسې ئې هڅه کوله له خپل ځان څخه افتضاح د ښو او مؤدبو خبرو په کولو سره لیري کړي یو دراماتیک عمل وو. خو دی په دې ونه توانید. دا ښه خبره ده او ښيي چې په آلمان کې عدلیه ادارې او ژورنالیزم آزاد دي.

د آلمان غږ د راډیو عمومي مدیر مسئوله میرمن اوته شیفر
د آلمان غږ د راډیو عمومي مدیر مسئوله میرمن اوته شیفرانځور: DW

د نیدرزاکسن د لومړي وزیر په توګه د تفریح د ځایو په ګرانو کورونو کې د ورځو او شپو تیرولو، د دعوتونو د قبولو او د سیاسي او اقتصادي موخو د مخلوطولو خبرونه او کیسې په داسې دوامداره رومان بدل شوي ول چې د دې رومانونو مرکزي رول لوبوونکي کرسيټان وولف، ورڅخه ځان نه شوای خلاصولای.

د څارنوالي له خوا عریضې وضعه روښانه کړه چې خبره دلته یوازې د یوه معمولي جرم نه ده بلکې د جنايي جرایمو په هکله هم باید پلټنې وشي.

خو دا چې دغه استعفأ په څه رنګه حالاتو کې وشوه یوه نوې خبره وه. د آلمان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د یوه ولسمشر د حقوقي مصئونیت د له منځه وړولو غوښتنه وشوه. داسې یو ګام که د یوه پلوه یو ډراماتیک ګام دئ نو له بل پلوه له ځان سره پایلې هم لري.

په ډيرو دا ډول پیښو کې د یوه لوړ مقام خاوند د خپل مقام اعتبار او په هغه یا هغې پوري تړلي سیاسي اړخ ته د زیان د رسیدو د مخنیوي په موخه له خپلې دندې ګوښه کیږي. دغه کار باید کرسټيان وولف هم کړی وای او هغه هم ډیر وخت مخکي.

د آلمان د ریاست جمهوري مقام تر ډیرې کچې پورې د دغه مقام د درلودونکي کس په اعتبار او بې طرفۍ پورې تړلی دئ. په نورو هیوادونو کې د ولسمشر اجرائیه وي واک تر دې حده پورې وي چې د پارلمان او د عدلیه ادارو پر پریکړو اغیزه لرلای شي او حتی پکښې لاسوهنه کولای شي. خو په آلمان کې د رئیس جمهور واک محدود دئ. دی د دولت یو تر ټولو لوړ نماینده یا استازی دئ او د یوې اخلاقي نمونې په توګه کولای شي چې د آلماني ټولنې او سیاست د مهمو ارزښتونه او موضوعاتو په هلکه بحثونه ترسره کړي او هغه په خپل روښانه تریځ سره بدرگه کړي. خو اوس وولف د دې دندې د ترسره کولو شرایط هم نه پوره کوي.

اوس هم د آلمان په داخل او له دغه هیواد څخه په بهر کې ډیر شمیر خلک په دې اند دي چې کریستيان وولف د رسنیو د کمپاین ښکار او قرباني شوی دئ. خو زما په اند رسنیو د وولف په قضیه کې یوازې هغه څه کړي دي چې د دوی دنده وه.

دا کار په ټوله نړۍ کې ژورنالیستان کوي. د آلمان برخلاف حتی ځان د ډيرو لویو خطرونو سره هم مخامخوي. د څارنوالۍ له خوا د حقوقي مصئونیت د له منځه وړولو غوښتنې هم وښودله چې په دې هیواد کې عدلیه ادارې آزاد کار کولای شي، آن که موضوع د یوه لوړ مقام لروونکي شخص په اړه وي.

ښه ده چې کارونه په سم ډول پر مخ ولاړل او دا تر ټولو ښه فرصت دئ چې د آلمان د جمهوري ریاست مقام ته د لا ډیر زیان رسیدو څخه مخنیوي وشي. آلمان، د دغه هیواد سیاسي طبقه او په آلمان کې د دموکراتیکو نهادونو آزادي په نړۍ کې ښه اعتبار لري. موږ د دموکراسي، د قانون د حاکمیت او د بیان د آزادي غوښتوونکي یو. نو له همدې کبله ښه خبره ده چې کله له قانون څخه د تخطي په اړه شک رامنځ ته کیږي، باید دغه موضوع پرته له دې چې سرغړوونکی کس څوک دئ، تر څیړنو لاندې ونیوله شي.

اوته شیفر/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش