هغه معلولین چې له نورو معلولانو سره مرسته کوي
په لسونو کسان چې په افغانستان کې یې د جګړو له امله د بدن ځینې برخې له لاسه ورکړي، په هرات ولایت کې د سره صلیب په نړیواله کمیټه کې له نورو معلولینو سره مرسته کوي. په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو شمیر مخ پر ډیریدو دی.
په هرات کې د سره صلیب کمیټې د ارتوپیدي مرکز د ۱۹۹۳م کال د جنوري په میاشت کې جوړ شو. دغه مرکز له هغو معلولینو سره چې د افغانستان د روانو جګړو له امله یې د بدن غړي له لاسه ورکړي، مرسته کوي. انځورونه: شعیب تنها/هرات
په ورځني ډول له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ کسانو پورې چې زیاترو یې د ماینونو د چاودنې او د افغانستان په جګړه کې د وسلوالو ښکیلو ډلو د بریدونو له امله یا خپل لاسونه او یا پښې له لاسه ورکړي، یاد مرکز ته راځي، څو د بدن مصنوعي غړي ترلاسه کړي.
د یادې کمیټې د ارتوپیدۍ مرکز د قالب جوړوني په څانګه کې په اوسط ډول د ۱۵معلولو کسانو د لاسونو یا پښو قالب اخیستل کیږي. تر قالب او جوړوني وروسته بیا جوړ شوي مصنوعي لاسونه یا پښې په یوه اوسپنیزه المارۍ کي ایښودل کیږي او بیا وروسته معلولو کسانو ته د ازموینې یا هم کارونې له پاره ورکول کیږي.
د دې مرکز۸۰ تنه کارکوونکي هم معلولین دي چې د وروستیو ناخوالو له کبله یې یا لاس او یا هم خپلې پښې له لاسه ورکړي دي. د سره صلیب کمیټي کارکوونکي، بازمحمد شیرزی «په انځور کې چپ لور او په ویلچیر ناست» دی خپلې دواړه پښې یې د ماین په چاودنه کې بايللي دي او له یوې مودې راهیسې نورو معلولو کسانو ته مصنوعي پښې او لاسونه جوړوي.
۶۰ کلنه رخشانه د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو اوسیدونکي ده. د هغې یوه پښه د افغانستان حکومت د وسله والو مخالفینو د راکټ له امله قطع شوې. هغه اوس په مصنوعي پښې سره د تمرین په حال کې ده.
رخشانې وویل چې په دې مرکز کې د جوړې شوې مصنوعي پښې په ترلاسه کولو سره اوس کولای شم بیرته وګرځم او د ژوند د ادامې له پاره هیله منده شوې یم. هغه هم هیله لري چې له نورو معلولینو سره مرسته وکړي.
له ښي لور څخه چپې خواته: ۱. وکیل احمد د هرات پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي محصل دی او پښه یې په جګړه کې د مرمۍ د لګیدو له امله له لاسه ورکړې. ۲. رشید د نیمروز اوسیدونکی دی او ایران ته د تګ په حال کې د ایراني سرتیرو لخوا په مرمۍ ويشتل شوی او بالاخره یې پښه قطع شوه. ۳. محمد ظاهر خپله پښه په سالنګ کې د ماین چاودنې له امله له لاسه ورکړې اوس د سره صلیب د ارتوپیدې په مرکز کې کار کوي.
د رنګین خان پرکور د یو توغندي د لیګیدو له امله هغه خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې. هغه له دوو میاشتو راهیسې په هرات کې په همدې مرکز کې تردرملنې لاندي دی. د افغانستان د شهیدانو او معلولینو وزارت د شمیرو له مخې په دې هیواد کې ۱۱۰ زره معلول کسان رسماً ثبت شوي دي. خو اصلي شمېر ئې تر دې ډیر لوړې دی او د جګړو له امله ورځ تر بلې د معلولینو په شمیر کې ډیروالی راځي.
۷ کلن عارف شا د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ اوسیدونکی دی او یوه پښه یې د وسله والو مخالفینو له خوا د لاسي بم د اچولو له امله قطع شوې. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د افغانستان په جګړو کې د ماشومانو او میرمنو شمیر مخ پر ډیریدو دی.
په هرات ولایت کې د سره صلیب د ارتوپیدۍ د مرکز زیاتره مراجعین له هرات، فراه، غور، بادغیس او نیمروز ولایت څخه ماشومان او میرمني دي. سږ کال د دې مرکز په مراجعینو کې ۳۰۰ کسان زیات شوي دي.