هغه لويه کښتۍ چې د کډوالو په سرپناه بدله شوې
د یونان په یو تفریحي ټاپو(کووس)کې له یوې کشتۍ څخه د کډوالو د استوگنځای په توگه استفاده کیږي. د یونان حکومت غواړي په دی توگه د مختلفو هیوادونو د کډوالو تر منځ د شخړې رامنځته کیدو څخه مخنیوې وکړي.
اضطراري استوگنځای
د"الفتوریوس ونیزیلوس" له لوې کشتۍ څخه د کډوالو د اضطراري استوگنځای په توگه استفاده کیږي. دغه بیړۍ چې د یونان حکومت په کرایه نیولې په یو وخت کې د ۲۵۰۰ تنو کنجایش لري. همدارنگه له دې بیړۍ څخه د کډوالو د نوم ثبتولو د مرکز په توگه استفاده کیږي. د سفر جاري ساتلو له پاره دغه کډوال باید خپل نومونه ثبت کړي.
ثبت نام
د تیرې دویشنبې په ورځ له دغې کشتۍ څخه د کډوالو د موقتي یا اضطراري استوگنځای په توگه استفاده کیدل پيل شول. کډوال کولې څو ورځې په دې کشتې کې پاتې شي او د نوم تر ثبتولو وروسته د نورو کشتیو په وسیله پلازمېنې اتن ته انتقالیږي.
یوازې سوریایان کولې شي دغې بیړۍ ته ننوزي
. د یونان ادارو د امنیتي دلایلو پر بنسټ پریکړه وکړه چې یوازې د سوریې کډوال دغې کشتۍ ته ورننوزي.د دغې پریکړې هدف د مختلفو هیوادونو د کډوالو تر منځ د شخړې رامنځته کیدو څخه مخنیوې ښودل شوې دی.
د جگړه ځپلو او نا امنه هیوادونو کډوال
د مختلفو هیوادونو کډوال د کووس ټاپو ته ورزي چې سم نیمایې سوریایې کډوال دي. پاتې نور یې د پاکستان، افغانستان، عراق او ایران له هیوادونو څخه راتلونکي کډوال دي. همدارنگه د افریقایې هیوادونو مالي،اریتیریا او سومالیې کډوال هم دغې جزیرې ته رازي.
د ترکیې له ساحل څخه تیریدل
د یونان د کووس ټاپو د ترکیې له ساحل څخه یوازې ۴ کیلومتره فاصله لري. ډیري کډوال له سوریې او نورو هیوادونو څخه په پيل کې ترکیې ته رازي او بیا د ترکیې له ساحل څخه په نورو کشتیو کې د دې ټاپو په نیت روانیږي.
اروپا ته رسیدل
لکه څرنگه چې په انځور کې لیدل کیږي یو ایراني له خپلې میرمنې او ماشوم سره ټاپو ته رسیدلې دی. د کورنۍ پلار له خوشحالۍ ژاړي، ځکه په اوبو کې له ډبیدو بچ شوې دي. هغه تر اوسه پورې نه پوهیږي چې هغه نور ډیر تکلیفونه هم په مخ کې لري.
پرته له سرپناه
د ساحلي څارونکو په خبره د وزې له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې کډوال د کووس ټاپو ته ورزي. تیره اونۍ ۷۰۰۰ کډوال دې کوچني ټاپو ته چې ټول نفوس یې ۳۰زره دی ورسیدل. دلته د کډوالو د منلو مرکز نه دی موجود او د ساحل غاړه د کډوالو پر کمپ اوختې دی. یو شمیر کډوالو د ونو په منځ کې خیمې وهلي دي او یو شمیر نور بیا د شین اسمان لاندی شپې سبا کوي.
د کډوالو بهیر همداسې روان دی
مخکې تر دې اکثره کډوال د سوریې ځوان قشر وو، خو اوس د امیدواره ښځو او ماشومانو په گډون اکثره له خپلو کورنیو سره دې ټاپو ځان رسوي. دوی نسبت ځوانانو ته دلته له ډیرو ستونزو مخامخ کیږي.
بې له نوم ثبتولو څخه یو کډوال نشي کولې له دې ټاپو څخه ووزي
په دې ټاپو کې ټول کډوال باید خپل نومونه ثبت کړي او د یو مکتوب په ترلاسه کولو سره کولې شي له دغې جزیرې څخه ووزي. خو په دې ټاپو کې اړنده ادارې د کډوالو د گوتې نښان اخیستلو له پاره ډیر لږ امکانان په اختیار کې لري. یو شمیر کډوال د خپل نوم ثبتولو له پاره حتې دری اونۍ انتظار باسي.
ربړي یا پلاستیکي کشتۍ
ډیر شمیر کډوال د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره ځان تر دې ټاپو پورې رسوي. هغه ربړي یا پلاستیکي کشتۍ چې د دغو کډوالو د لیږد له پاره د قاچاقبرانو له خوا کارول کیږي، له خطر څخه خالي نه دي. سربیره پر دې له اندازې ډیر کډوال په دغو کشتیو کې کښینول کیږي. اکثره دغو کډوالو لامبو نه ده زده.