هسپانیې آیرلند ته د صفر په مقابل کې په ۴ گولونو ماتې ورکړه
۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعهاعلان
د اروپا د فوټبال د سیالیو په اتلولیو کې د فوټبال اتل هسپانیې وکولای سول خپل لومړنی بری ولمانځي . دهسپانیې ټیم د آیرلند ټیم ته د صفر په مقابل کی په څلورو گولونو ماتې ورکړه او په دې ډول اوس د C په ګروپ کې د جدول په سر کې ځای لري. د آیرلند له پاره دغه ماته د دې باعث سوه چی د دغو اتلولیو څخه ووزي.
تر دې دمخه د ایټالیا ټیم د کروشیا سره لوبه وکړه او د یوه، یوه ګول په کولو سره دغه لوبه مساوي پای ته ورسېده.