هسپانيې جرمنی ته ډيره سخته او دردونکې ماته ورکړه
۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبهپه جنوبي افريقا کښي د 61000 تماشاچيانو په مخکي هسپانيې جرمني ته د انتظار برخلاف ماته ورکړه، او په دې ډول هسپانيه د فټبال په نړيواله اتلولي کښي د اولي پلا دپاره فاينل ته راووتل .
ددغي ورځي مسابقې چه د جرمني او هسپانيې دپاره ډير ارزښت درلودی ، خصوصأ په جرمني کښي يې يو خاص حالت رامنځته کړی ؤ ، او بيله د فټبال د خبري څخه د خلگو په خولو کښي بل څه نه وه .
د جرمني نوی جمهورريس کرستيان ولف چه پسله جمهورريس کيدو څخه يې خپل لمړنی سفر پاريس ته پلان کړی ؤ ،هلته يې د جرمني په سفارت کښي دغه مسابقه وليدل .
د جرمني صدراعظمه او نور سياستمداران هم چه د جرمني د فټبال د څو کلتوري ټيم څخه خوشاله او تر تآثير لاندي يې راغلي دي ، لږ تر لږه د اوس دپاره د سپما د پروگرام او نورو حکومتي شخړو په باب خبري نکوي ،او د فټبال په هکله اټکلونه کوي .
دپايتخت برلين د حکومتي فاميليو په منځ کښي هم يوازي د فټبال خبري کيږي ، او گردو د جرمني د ټيم د کاميابۍ آرزو کوله . د مسيحي ديموکراټانو د گوندي فراکسيون مشر فولکر کاودر د جرمني- هسپانيې د مسابقې د شروع کيدو دمخه وويل چي،
«زه گمان کوم چه په يکشنبه به موږ په فيناله کښي د اتلولۍ دپاره بازي وکو . »
صدراعظمه انگيلا ميرکل بيا داسي اټکل وکی ،
«زه گمان کوم چه نن به جرمني هسپانيه په 2 پر 1سره يوسي . خو دا به ډيره سخته مسابقه وي . ځکه هسپانيه د فټبال ډير ښه ټيم لري . په دې خاطر نو زه زموږ د ټيم دپاره د آرامو اعصابو او برياليتوب آرزو کوم . »
که څه هم دادی نن شپه ددوی اټکل سم راونه ختی ، خو په هر صورت دا د فټبال سره ددوی علاقه مندي ښيي .
ليکن بيا په جرمني کښي اوسيدونکي خارجيان او مهاجرين هم د فټبال سره ډيره علاقه ښکاره کوي ، او اکثريت يې د جرمني د ټيم د برياليتوب آرزو کوي .
مثلأيو نفر وايي ،
« جرمني، جرمني »
خو څو کاله دمخه لا دغه حالت نه ؤ . ددې يو علت به دې کښي پروت دی ، چه د جرمني د فټبال ملي ټيم هم څو کلتوري دی ، او تقريبأ نيمايي يې خارجيان دي :
د جنوبي امريکايانو څخه نيولې تر افريقايانو، ترکانو او پولينډيانو پوري په دغه ټيم کښي فټبال کوي ، ځکه نو د اکثريت خارجيانو د منلو وړ هم دی .
په همدې ارتباط د جرمني د بامبِرگ د پوهنتون څخه د مهاجرينو د تحقيقاتي څانگي څخه ماريو پويکر وايي ،
«سپوټ او خصوصأ فټبال د يوې جامعې انعکاس دی »
خو اوس به راسو د جرمني - هسپانيې د مسابقې جريان ته :
د نيمه فاينل ددوهمي ورځي مسابقه ، چي د جرمني او هسپانيې تر منځ تر سره سوه ، د هسپانيې په گټه تمامه سوه .
پداسي حال کښي چه د جرمني او هسپانيې دواړه ټيمونه ډير قوي وه ، او نه يې سوای کولای په آسانۍ سره يوې خواته گول ورکي . ځکه نو تر تفريح پوري مساوي پاته سول . خو بيا هسپانيه په اول ميدان کښي پر ميدن حاکمه وه ، او بال ددوی پلاس کښي ؤ . په دغه ميدان کي يې د گول ورکولو ډير چانسونه هم د لاسه ورکړل ، خو بيا تر تفريح وروسته په دوهم ميدان کښي هم دواړو خواوو ښه چانسونه د لاسه ورکړل .
د جرمني ټيم په 69 دقيقه کښي د گول وهلو ښه چانس د لاسه ورکی ، خو بيا هسپانويانو په 73 دقيقه کښي جرمنيانو ته يو گول ورکی . دغه گول تکړه فټبالر کارلس پويول ولگوی .
مسابقه پر همدغه 1 پر صفر د هسپانيې په گټه پای ته ورسيده ، او جرمنييانو چه انگليسانو او ارجنټينيانو ته ماته ورکړې وه ، تر پايه پوري ونسوای کولای چه هسپانيې ته يو گول ورکي .
د شنبې په ورځ به هالينډاو هسپانيه د اول او دوهم مقام ، او د يکشنبه په ورځ به جرمني او يوروگوای ددريم مقام د گټلو دپاره سره ميچونه وکي ، او تر هغه وخته پوري چه په جنوبي افريقا کښي د فاينل دغه مسابقې شروع کيږي ، او موږ به بيا هم په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو، د فټبال په اړه نور معلومات هم درکو .
اندرياس /محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي