1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيه به د روغتيا او تعليم په برخو کې سپما وکړي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه
https://p.dw.com/p/14ipy

د هسپانيې هيواد محافظه پال حکومت د اقتصادي بازارونو تر فشار وروسته اوس د سپما پر نوو اقداماتو توافق کړی دئ. په دې ترڅ کي به دولتي مصارف تر پلان سوې کچې لا زيات راټيټ کړل سي او په دې توگه به لس مليارده يورو وسپمول سي.

ويل سوي دي چي د هسپانيې دولت به د روغتيا په برخه کي اوه مليارده يورو او د ښوونځيو او نورو تعليمي ادارو په مصارفو کي درې مليارده يورو وسپموي. په عينې حال کي د کارگرو ټولنو د سپما د دغو پلانونو پر ضد د روانې مېلادي مياشتي په پای کي د نورو احتجاجونو اعلان کړی دئ.