هسپانيا له نړيوال جامه ووتله
د فوټبال د ۲۰۱۴ کال د نړيوال جام سياليو په B گروپ کي چيلي هسپانيا ته دوه صفر ماته ورکړه او د بيا اتل کېدو ټول خوبونه يې ور خراب کړل. هالنډ بيا استراليا او کرواسيا بيا کامرون ته ماته ورکړه.
د ۲۰۱۰م کال نړیوال اتل هسپانيا له هالند سره په گروپي لوبه کي تر باخت وروسته داسي اټکل کېدی چي له چيلي سره به ښه وځليږي خو هغسي نه وسول او چيلي هسپانيا پر گونډو کړه.
په دغه لوبه کي چيلي تر هسپانيا د گول وهلو ډېر چانسونه لرله. د لوبي د لومړۍ نيمايي په شلمه دقيقه کي فيرگاس گول وواهه او لوبه يو صفر د چيلي په گټه روانه سوه.
په دغه لوبه کي هسپانيا ډېر تر فشار لاندي وه او هيڅ لاره يې نه سوای موندلای چي يو گول ووهي او د لوبغاړو پاشلی فکر سره راټول کړي. د چيلي نندارچيانو ډېري خوشالۍ وکړې.
د هسپانيا افسانوي گولکيپر ايکر کاسياس چي له هالند سره په لوبه کي يې هم مرسته نه وسوای کولای په دغه لوبه کي يې هم دوې غلطۍ وکړې او دوه گوله يې دفاع نه سوای کړای.
د لوبي په دوهم نيمايي کي هم هسپانيا ښه ونه ځلېده او لوبه يې دوه صفر بايلوله. په دې سره نو هسپانيا په خپل گروپ کي دوې لوبي بايلولې او يو پر اتم فاينل ته يې لاره نه وموندله. هسپانيا به له استراليا سره تر لوبي وروسته کور ته ستيزي.
کامرون او کرواسيا
په دغه لوبه کي دواړو لوبډلو تلاښ کاوه چي لوبه پخپله گټه پای ته ورسوي، ځکه دوی دواړو خپلي لومړۍ لوبي بايللي وې. کرواسيايي لوبغاړی اوليچ د لوبي په ۱۱ دقيقه کي په گول وهلو وتوانېد او خپلي لوبډلي ته يې د بريا اميدونه ور پيدا کړه.
د کامرون لوبډلي ډېر مقاومت و نه سوای کړای او د کرواسيا لوبډلي له يوه لوبغاړي سره تر فاول وروسته د کامرون لوبغاړی سونگ ته سور کارت وښوول سو او له ميدانه ووت.
د کامرون د يوه لوبغاړي تر ايستلو وروسته، نور نو روښانه وه چي لوبه به څوک گټي. د کراسيا لوبډلي مينه وال په لوبغالي کي خپله خوشالي نه سوای ټينگولای.
استراليا د هالند پر وړاندي
هالنډۍ لوبډلي هسپانيا ته تر ماته ورکولو وروسته غوښتل چي استراليا هم پر گونډو کړي او يو پر اتم فاينل ته لار موندل يقيني کړي. په دغه لوبه کي په لوبغالي کي د ننداره کوونکو يو پردريمه برخه د هالند مينه وال ول.
د لوبي په ۲۰ دقيقه کي هالندی لوبغاړی ارين روبين په ډاډه زړه د سيالي لوبډلي پر گول باندي توپ ورکش کړ او گول يې وواهه دغه لوبغاړي په لومړۍ لوبه کي هم دوه گوله وهلي ول. خو استراليا هم دوې دقيقې وروسته بازي مساوي کړه.
د لوبي په دوهم نيمايي کي استراليا ډېره ښه لوبه پيل کړه او په ۵۳ دقيقه کي يې د يوې پينالټي په وهلو سره لوبه دوه یو په خپله گټه روانه کړه.
خو ډېر وخت لا نه وو تېرسوی چي هالند بيرته لوبه کنترول کړه او په ۵۷ دقيقه کي وان پيرسي دوهم او تر هغه وروسته شل کلن ديپای دريم گول وواهه او لوبه درې دوه د هالند په گټه پای ته ورسېده. په دې سره نو هالند يو پر اتم فاينل ته لاره وموندله.