هر کال ۳۰۰۰ افغانان د نا پاکو اوبو د څښلو له امله مري
۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبهدعامي روغتيا وزارت په رپوټو كى ويل سوي دي چي په روغتونونو او شخصي كتنځيوكي په سلوكي اويا ناروغان د نا پاكواوبو د څښلوله امله زوريږي.
راپورونه وايي چي هركال تر درو زرو ډير كسان د نا پاكو اوبو د څښلو له امله خپل ژوند د لاسه وركوي چي دامهال يې افغان وګړوته د يوناورين په توګه بله روغتيايي لانجه رامنځ ته كړې ده.
د افغانستان د اوبو او كاناليزاسيون رئيس دادمحمد بهير وايي چي پاكي اوبه يوه حياتي مسئله ده. خو په دغه هيواد كي اوس همدغه نا پاكه اوبه د خلكو ژوند اخلي او د ناروغانو ګراف يې ډير لوړ تللى.
بهيروايي چي موږ اوس يوازي د هيواد په كچه په سلوكي له 22 څخه ترپنځه ويشت پوري ايله پاكي اوبه خلكوته برابري كړي او پاته پنځه اويا كسان د سيند – ويالو او نا پاكوڅاه ګانو اوبه څښي چي يو روغتيايي بحران يې رامنځ ته كړی دی.
دى وايي چي د پاكو اوبو د برابرولو لپاره زياته بودجه او تخنيكي امكانات په كاردى چي دده اداره يې په واك كي نلري.
د كابل د ښار د څښلو د روغتيايي اوبو د برابرولو د ادارې رئيس انجنيرمحمديونس زمينداوری بيا وايي چي د كابل د ښار اوسيدونكوته يې ايله په سلوكى څلويښت د څښلوروغتيايي اوبه برابرى كړي دي اونور ښاريان نا پاكه اوبه څښي.
پر دې سربيره چي په افغانستان کي پاکي اوبه نسته په هغه هيواد کي د کاناليزاسیون نشتوالی يوه بله غټه ستونزه ده.
په افغانستان کي د پاکو اوبو د برابرولو د پاره د المان هيواد تر اوسه پوري شاوخوا ۱۵۰ ميلونه یورو لگولي دي.
زمينداوري د پاكواوبوپه برابرولو كى د المان هيواد د مرستي درناوي کوي خو غوښتنه کوي چي دغه مرسته د دولت په اختيار کي ورکړي نه د کمپنۍ.
دا په داسي حال كي ده چي د افغانستان په كليوالي سيموكي ډيری خلك د ويالو د روانو اوبو څخه ګټه اخلي او په ښارونو كي د څاګانو اوبه كارول كيږي.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل