1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هره جګړه د ملکی پرګنو د وژنې سبب ګرځي

۱۳۸۷ دی ۲۵, چهارشنبه

څنګه چې د فرانکفورت د ميديکو نړيواله مرسته رسونکې ټولنه خبر ورکوی په وروستيو ورځو کې لږ تر لږه شپږ تنه روغتيايي کارکونکی د اسراييلو د پوځ لخوا وژل شويدی. د دوی په منځ کې د «هيلت ورلد کميټې» کارکوونکی هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/GY4e
يو فلسطينی د خپل ټپی ماشوم سره
يو فلسطينی د خپل ټپی ماشوم سرهانځور: picture-alliance / dpa

د ده امبولانس د يوې هيلوکوپترې تر ډزو لاندې راغی. د ميديکو استازی «څافرير کوهين» وايي: درمل نشته. روغتيایی کارکونکی بيړنيو عملياتونو ته نه شی رسيدای. په تيره بيا د ملکی خلکو حالت ناوړه دی. خلک تيښته نشی کولای او په خپلو کورونو کې د ډار شپې سبا کوی.

د «فلسطين ميديکل رېلايف سوسايټي» څخه ډاکټر آييد ياغی له غزې څخه رپوټ ورکوی: « موږ دلته په يوه قفس کې ناست يو، او له ټولو خواوو بمباری کيږو. بريښنا نشته، د پخلي لپاره غاز نشته او په سلهاوو زرو تنه د څښاک اوبه نلری. دډوډی د لاسته راوړو لپاره بايد موږ تر څلورو ساعتونو پورې په نوبت کې ودريږو. ډير خلک بيا له ويرې بالکل له کورونو څخه نه وځي او دډوډی له اخيستو څخه هم تيريږی.»

ميديکو انتر نشنل 60.000 ايرو د غزې په تړانګه او اسراييل کې د خپلې همکارې مؤسسې په اختيار کې ايښودلای شوای. په مدې وخت کې چې د ميديکو همکارې مؤسسې «ډاکټران د بشری حقونو لپاره» په اسراييلو کې په حکومت باندې سياسی او حقوقی زور اچوی، څو د غزې تړانګې ته د روغتيايی مرستو لار پرانيزی، فلسطينی همکاره مؤسسه په سيمه کې د بيړنيو پيښو لپاره دانګی. ددوی کارکوونکي او ډير رضاکاران څلورويشت ساعته په دريو دورو کې کار کوی. دوی د ټپيانو پالنه کوی او دوی روغتونونو ته رسوی. ټولنيز کارکوونکي د وژل شويو او ټپيانود کورنيو پالنه کوی.

د بيړنيو مرستو لپاره نورو مالی مرستو ته اړتيا ده.

امنيستی انترنشنل د دسامبر د مياشتې په يوديرشمه له اسراييلو څخه غوښتنه وکړه چې د قربانيانو د زياتيدونکي شمير له امله دغزې تړانګې ته بشری او طبی بيړنۍ مرستې پريږدی.

»موږ دلته په يوه قفس کې ناست يو، او له ټولو خواوو بمباری کيږو. بريښنا نشته، د پخلي لپاره غاز نشته او په سلهاوو زرو تنه د څښاک اوبه نلری.«
»موږ دلته په يوه قفس کې ناست يو، او له ټولو خواوو بمباری کيږو. بريښنا نشته، د پخلي لپاره غاز نشته او په سلهاوو زرو تنه د څښاک اوبه نلری.«انځور: AP

دغه راز بايد څارونکي او ژورناليستان بالاخره سيمې ته لار پیدا کړی څود بشری حقونو د تر پښو لاندې کولو په اړه بې پلوه رپوټونه او اسناد ممکن کړی.

امنيستی انترنشنل د غزې په تړانګه کې د لانجې ددواړو ښکيلو خواوو له زور څخه کار اخيستل وغندل.امنيستی انترنشنل په يوه سرخلاصي ليک کې د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا څخه غوښتي دي، چې يو بې له ځنډه پريکړه ليک صادر کړی، چې پکې په ملکی خلکو باندې دبريدونو سملاسی غوښتنه وشی.

امنيستی انترنشنل دغه راز غوښتنه کوی چې اسراييل او حماس بايد د ملکی کسانو ساتنه وکړی.

د غزې د تړانګې په شمال، جباليه کې د ملګرو ملتونو يو ښوونځی تر ډزو لاندې راغی. د فلسطينی عينی شاهدانو د معلوماتو په بنسټ د ټانک دوې ګولۍ د ښوونځي د ودانې په مخه کې لګيدلی دی. له چاوديدو وروسته په جباليه کې د ژغورنې ټيم د ملګرو ملتونو ښوونځي ته په بيړه ځان ورساوه. د ډيرو خلکو لپاره هر ډول مرسته ناوخته وه. د فلسطينيانو لخوا ويل شويدی چې ددغو ډزو چرې د قربانيانو د عامه وژنې سبب شويدي. په ودانی کې په سلهاوو تنه کډوالو چې په جګړه ايزو سيمو کې خپل کورونه خوشی کړی وو، ځای نيولی وو. يوې فلسطيني ميرمنې د الجزيرې خبری ټلويزيون ته ويلي چې، ددې نه مخکې هم د ملګرو ملتونو په يوه ښوونځي کې د الشانتي په کمپ کې د اسراييلو لخوا ډز شوی وو. ددې رپوټ پخلی د ملګرو ملتونو د استازو او فلسطينی ډاکټرانو لخوا شويدی.

«زه دلته له خپلو ماشومانو سره له اوبو او بريښنا پرته اوسيږم. مانه غوښتل خپل کور خوشی کړم، خو کله چې زموږ ګاونډيان ووژل شول، موږ دلته کډوال شوو. خو پوځ په دې ښوونځي هم زړه ونه سوځاوه. دوی بريد وکړ او د سلطان د کورنی دری تنه غړی يي ووژل.»

ويل کيږی،سره له دې چې د ملکی قربانيانو شمير لوړيږی، او سره له دې چې د ځمکنی يرغل په وړاندې نړيوال پروتستونه کيږی، د اسراييلو سياستوال، تر هغه وخته چې په اسراييلي ښارونو د راکټونو ويشتل بند نه کړای شی، بې له ځنډه اوربند ردوی. ددې پخلی د اسراييلو ولسمشر پيريس هم کوی:

« سړی نشی کولای د اوربند غوښتنه داسې وکړی چې ګواکې دواړه خواوې يوشان دی. خو دا داسې نه ده، چې موږ په حماس ډزې کړی وي، حماس په موږ ډزې کړيدی.»

دغه راز امنيستی انترنشنل غوښتنه کوی چې د غزې تړانګې ته د مرستې د مالونو لکه درملونو، خوراکی توکو او سون توکو په رسولو بنديزونه ليری شی.

دغه راز مرسته رسوونکې ټولنې او رسنی هم بايد د غزې تړانګې ته د ننوتو لار پيدا کړی.

د اسراييلي پوځ د ځمکنی يرغل په پيل سره، جګړه په نيغه د اوسيدو سيمو ته غزيدلې ده.

له دې امله هغه يونيم مليون تنه زيانمن کيږی چې د غزې په تړانګه کې بند پاتې دی

د دسامبر د مياشتې له اوه ويشتمې نيټې څخه له سلو څخه زيات غير وسله وال ملکی کسان وژل شويدی.او له 2000 څخه زيات کسان ټپي شويدی د هغو په منځ کې ډير ماشومان. برسيره پردې 165 تنه ملکی پوليس چې په جګړه کې يی برخه نه درلوده ، وژل شويدی. په همدې وخت کې په اسراييلو کې هم دری تنه ملکی کسان د حماس د راکټونو له امله وژل شويدی او زيات کسان ټپي شويدی. په بريدونوسره هغه بشری کړکيچ لاهم زور اخيستی، چې له مياشتو راهيسې د اسراييلو د بنديزونو له امله رامنځته شوی وو.

د منځنی، ختيځې او شمالی افريقا د امنيستی انترنشنل ريس «ملکولم سمارټ» غوښتنه کوی.« د ملکی کسانو د قربانيانو د لوړې شميرې او د زياتې ورانی د په نظر کې نيولو سره بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا نوره چوپه پاتې نه شی. دی دغه راز وايي، برسيره پر دې بايد بشری ټولنې او رسنی هم د غزې تړانګې ته لار ولری.

په لږې استثنا سره د اسراييلو پوځ د تير نوامبر له پيل څخه ژورناليستان او د مرستندويو ټولنو کارکوونکي د غزې تړانګې ته نه پريږدی.

ملکوم سمارت وايي:

« د دوی شته والی ډير اړين دی، څو بشری مرسته ورسوی، او د ناپيلو څارونکو په توګه، د سيمې له حالاتو څخه او په ملکی خلکو باندې د بريدونو څخه رپوټ ورکړی. نړيوال څارونکي کولای شی دلته خورا ښه رول ولوبوی، چې دواړه خواوې اسراييل او حماس د پرګنو د حق مراعات وکړی.»