1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: ۹۲ کلنه ورځپانه له چاپ څخه پاتې شوه

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه

په هرات ولایت کې د «اتفاق اسلام» ورځپاڼه له ۹۲ کلونو وروسته له چاپ څخه پاتې شوه. د دغې دولتي ورځپاڼې خپرونې په ۱۲۹۹ هجري لمریز کال کې پیل شوې وې او په بیلابیلو دورو کې ئې دوام لاره.

https://p.dw.com/p/15UjV
انځور: DW

د «اتفاق اسلام» ورځپاڼه د شنبې ورځې راهیسې نه ده چاپ شوې. د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دې ورځپاڼې چاپ د کافي بودجې د نه شتون له کبله بند شوی دئ. هغوی وایي چې افغان حکومت د دې ورځپاڼې د چاپ له پاره کومه ځانگړې بودجه نه ده ټاکلې او له همدې کبله هغوی د نوموړې ورځپاڼې نه چاپولو ته اړ شوي دي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس احسان الله سروریار، ویلي دي چې دغه ورځپاڼه له څه موده راهیسي له خپلو عوایدو څخه تمویلیده خو د هغه په خبره له دریو میاشتو راهیسې د دې ورځپاڼې قراردادي کارکوونکو خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي. د دې چارواکي په خبره په داسې وضعیت کې د دې ورځپاڼې نشرات شونې نه دي.

ښاغلي سروریار ویلي دي چې د «اتفاق اسلام» ورځپاڼې هر کال دوه نیم میلیونه افغانۍ عاید لاره چې د افغانستان د مالیې وزارت ته ورکول کیده. دا په داسې حال کې ده چې د سروریار په خبره د دې ورځپاڼې کلنۍ بودجه یوازې ۱۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوې ده. د هغه په خبره که هره ورځ د دغې ورځپاڼې زر گڼې چاپ شي، نو یوازې د یوې میاشتې لگښت ئې ۱۰۰ زره افغانیو ته رسیږي. سروریار ویلي دي:

«موږ یوازې یوه هدایت ته اړتیا لرو چې موږ ته اجازه راکړل شی چې د ورځپاڼې له عوایدو څخه خپل لگښتونه تمویل کړو. زموږ عواید د مالیې وزارت ته لیږدول کیږي خو بودجه مو د هغې له مخې نه ټاکل کیږي. موږ نور د دې ورځپاڼې نشراتو ته د دوام ورکولو توان نه لرو خو هڅې مو روانې دي. که زموږ وړاندیزونه د وزارت له خوا ومنل شي ښایي له راتلونکې اونۍ څخه خپل نشرات بیا پیل کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان وزارتونه نه شي کولای چې خپلې انکشافي بودجې مصرف کړي. تیر کال په افغانستان کې یوازې اووه وزارتونه پر دې توانیدلي ول چې خپله ۵۰ سلنه انکشافي بودجه مصرف کړي.

د هرات ولایت اوسیدونکي د دې ورځپاڼې د چاپ د بهیر پر دریدو باندي نیوکه کوي. د دې ولایت یو اوسیدونکي فاروق فیضي، وویل: «په رښتیا هم کله چې مې نن سهار د فیسبوک په پاڼه کې د دې ورځپاڼې د چاپ د دریدو خبر ولوست، راباندې شوک راغی. موږ تل وایو چې هرات یو لرغونی، با فرهنگه او با تمدنه ښار دئ. یوازینۍ وسیله چې کولای شي د دې ولایت دغه خصوصیتونه منعکس کړي همدا د اتفاق اسلام ورځپاڼه وه. کله چې دغه ورځپاڼه له چاپ څخه پاتې کیږي، زموږ یوه فرهنگي شتمنۍ ورسره له منځه ځي.»

د هرات ولایت فرهنگیان او اوسیدونکي افغان دولتي چارواکي فرهنگي مسایلو ته په نه پاملرنې تورنوي. د هرات ولایت یوه بله اوسیدونکې لطیفه جعفري، وایي: «د خواشینۍ ځای دئ. دا د دولت د کمې توجه او خراب مدیریت له کبله ده.»

سابقه داره ورځپاڼه

د اتفاق اسلام ورځپاڼه د افغانستان له ډیرو سابقه لرونکو ورځپاڼو څخه ده. د دغې ورځپاڼې لومړی مدیر مسئول عبدالله قانع هروي وو. تر هغه وروسته صلاح الدین سلجوقي، غلام سرور جویا او بیا وروسته محمد هاشم میوندوال د دې ورځپاڼې مدیریت پر غاړه واخیست.

په لومړیو وختونو کې دغه ورځپاڼه په لاس لیکل کیده او بیا د «سنگې چاپ» په بڼه چاپیده. هغه وخت دغه ورځپاڼه عبدالکریم احراري، میرزا شیر محمد خان او عبدالفتاح لیکله.

د اتفاق اسلام ورځپاڼې نوم یو وخت «فریاد» هم کیښوول شو. دا ورځپاڼه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم چاپیده. دغې ورځپاڼې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کمپیوتري چاپ پیل وکړ.

هوشنگ هاشمي/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض