1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: ۱۲۰۰ تنه عسکرو ته بري ليکونه ورکړل سول

۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبه

په هرات کي د ۲۰۷ضفرقولي اوردو په تعليمي مرکز کي د ۱۶۳کنډک يونيم زرتنه سربازانو باندي تر فراغت وروسته د يوه رسمي پريټ په ترڅ کي بري ليکونه وويشل سوه.

https://p.dw.com/p/Poku
د ملي اردو عسکر د رسمي پرېټ پر مهال
د ملي اردو عسکر د رسمي پرېټ پر مهالانځور: AP

دغه کسان چي پر هرات سربيره د هيواد بيلابيلو ولاياتو کي به دنده ورکړل سي د۲مياشتوپه موده کي کورنيو او بهرنيو ښونکو څخه د نظامي زده کړو ترڅنګ د بشري حقونو د رعايت لارښود ورته سوی دی.

په افغانستان کي اوس مهال يوسلو۵۰ زره روزل سوي فوج سته. پتېيل سوې چي تر راتلونکي کال پوري يې شمير۲۴۰زرو ته لوړسي او د روزني چاري يې د نړيوالي ټولني په مر سته پر مخ ځي.

په غرب زون کي د ۲۰۷ضفر قولي اوردو د قوماندانۍ وياند نجيب الله ويلي دي چي د سربازانو روزنه په نړيوالو معيارونو ترسره کيږي او ښونکي يي ټول مسلکي کسان دي.

د هغه په خبره چي عسکرو ته د سواد زده کړي، انګليسي ژبي، کمپيوټر، اونظامي زده کړو تر څنګ دديني علومومعلومات هم ورکوي.

ددې تعليمي مرکز څخه فارغ سوي کسان ډير خوښ ول او ويل يې چي په ملي اوردو کي په دنده خوښ دي د هيواد ملي ګټو څخه به دفاع وکړي او ددښمن پر ضد به يې جګړه وکړي.

په افغانستان کي اوس د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو تړون هيوادونو شاوخوا ۱۵۰زره عسکرسته چي د ايساف يا سوله ساتي ځواک په نوم خدمت کوي.

طمعه ده چي تر۲۰۱۴کال پوري به افغان امنيتي ځواک بشپړ او د خپلي خاوري د امنيت مسوليت په خپله غاړه واخلي او نړيوال ځواکونه به خپلو هيوادونوته ستانه سي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل