1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات کې يوسرپټي جمنازيوم جوړشو

۱۳۸۸ فروردین ۴, سه‌شنبه

هرات ښارکي د ورزشکارانانو لپاره يوسرپټي جمنازيوم جوړشوي. 32مليونه افغاني مالي لګښت يي دولت کړي اوپه يوه وخت ددوه نيم زره لوبغاړوګنجايش لري ددغي وداني کارپنځه کاله وړاندي پيل اوس چه بشپړشو.

https://p.dw.com/p/HIkw
انځور: Sharafyar

د اړونده چارومامورين وايي وداني ډيره عصري اوټول هيوادکي ساري نلري.

هرات کي د بدني ورزش د جمنازيوم سرپټي وداني بشپړه دولتي چارواکو د پټي په پري کولوسره پرانستله. په خوښي يي ګڼه ځوانانولاسونه وپړقول.

هرات کي د ورزش د اداري مشرعبدالقيوم جامي وويل اوس هرات کي لږترلږه شل زره ځوانان ښار او ولسواليوکي درې سوه بيلابيلوکلبونوکي په سپورت بوخت دي. د ورزش مناسب ځاي نشتوالي يي يوه ستونځه وه، چه تردي وروسته دي وايي حل شوه

« بايدووايم چه داجمنازيوم دهيوادپه کچه بي ساري اوملي و بين المللي لوبوکي ګټه تري اخيستلي شوزمونږډيري ستونځي به ورسره هواري شي».

دهرات والي احمديوسف نوريستاني وويل ورزش دانسان د روغتيااوسلامتي يوه ښه وسيله ده ځکه نودولت دغه ټکي ته په پام سره دوزشي اسانتياووقدمونه اخلي« ددغه جمنازيوم وداني د2700 مترمربع زيربنا د2 زره پنځه سوه لوبغاړيوپه ګنجايش سره په 32 مليونه افغانيو لګښت جوړشومصارف يي 25 مليونه ولايت او7 مليونه افغاني دافغانستان دالمپيک ملي کميټي پراختيايي برخي نه ورکړل شوي دي».

دهرات جمنازيوم چه دميرويس صادق په نوم ونومول شو، د بنسټ ډبره يي پنځه کاله وړاندي 1383هج لمريزکال کي دوخت والي اسمعيل خان په لاس کيښول شوي ځکه نوپرانستونکي غونډه کي يي هم دپټي پريکولووياړده ته ځانګړي شو. د خبروپه مهال يي ځوانانو ته وويل دجمنازيوم ساتنه اوپاکي کي غفلت مه کوي «زه له تاسوخويندووروڼوچه دلته لوبي کوي غواړم ساتنه يي دځان دنده وګرځوي لکه خپل کورداسي يي وګڼي که يوخولکي موچيرته وليده لري يي کړي ساتنه يي ستاسومسوليت ده»

دلته ډيري ځوانانودولت نه په مننه وويل تردي وروسته يي دورزش دځاي ستونځي حل شوي. دداډول ځوانانوڅخه يوهم چه خپله ځان دافغانستان د وسپنيزه صورت لرونکوځوانانو د ټولني بنسټ کيښودونکي راپيژني وويل «دي وايي دغه لوبغالي په نړيوال سيستم جوړاوپه جوړونه يي دي اونورملګري خوښ اود سپورت لپاره غوره اسانتياوي ورته چمتوشوي».

هرات د افغانستان غرب کي يوله هغوولاياتوګڼلي شوچه دنارينه ووترڅنګ د ښځينه وود ورزش کلبونه هم کلونوراهيسي پکي پرانستي دي.

شرفيار
کتونکی: يحيی وردک