1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات کي يوي بمي چادوني دري ملکي خلک ووژل

۱۳۸۹ مهر ۲۶, دوشنبه

د هرات د امنيي وياند نور خان نيکزاد: « بم په يو بوجي کي د يو پلچک لاندي ايښودل شوي ؤ. د چادوني قربانيان ملکي خلک دي. د 8 تنو ملکي ټپيانو په جمله کي يو پوليس هم شامل دي.»

https://p.dw.com/p/PgVv
په هرات کی د یوی پخوانی حملی یو ټپی په روغتون کی تر درملنی لاندی
په هرات کی د یوی پخوانی حملی یو ټپی په روغتون کی تر درملنی لاندیانځور: DW

هرات ښارکي يو چاودني 3 تنه ملکي وګړي مړه او 8 تنه يي ټپيان کړل. پيښه د سړک د يو ايښودل شوي بم له چادوني سره رامنځ ته شوه. دا خبره د هرات امنيتي مامورينو وکړه. هغوي وويل: « دغه بمب په يوي بوجي کي ځاي په ځاي شوي وه. دروغتون چارواکي وايي ټپيان يي تردرملني لاندي دي.

پيښه نن سهار وختي د هرات ښارشمال لويديځ جبرئيل نومي څلورلاري سره د يوه ريګشا موټر د تيريدو په مهال رامنځته شوه.

دهرات امنيه قومانداني وياند سمونوال نور خان نيکزاد قربانيان ملکيان وښودل او وويل : « دجبرئيل ښارګوټي په لاره کي د يوه پلچک لاندي چاوديدونکي مواد په يوی بوجي کي ځاي په ځاي شوي وه. يوتن پوليس هغه وليدل او د شنډولو په نيت ور نږدي شو. په دغه وخت کي له دغه ځايه يو ريکشاه تيريدله. بم وچود. په چاودني سره يي د ريکشا د سپرلي دري تنه ملکي وګړي مړه او ۴ تنه نورويي هم ټبيان کړل چي نوموړي پوليس هم په کي شامل دي.»

د پيښي له ځايه د ويشال قادري په نوم يوه تن خپلو سترګوليدلي حال د آلمان غږ راډيو ته داسي بيان کړ:« دوه تنه مړي می په يوه ريګشا موټر کي ولیدل. د چادوندنی شدت دومره زور ور ؤ چی د هغیو جسدونه سره لیری پراته ؤ. يوتن پوليس می هم ولید چی په ټپی حال کی یی منډی وهلی. زه نه پوهيږم چي ولي دلته بم ايښودل شوي ؤ، ځکه دلته کومه امنيتي پوسته نه ؤ او نه د دولت نورځواکونه موجود ؤ»

دهرات د حوزوي روغتون وياند ډاکټرمحمدرفيق شيرزي وويل چي د پيښي له ځايه 8 تنه ټپيان اودري مړي وروړل شوي دي. هغه د آلمان غږ راډويو ته وويل: « تراوسه روغتون ته دري تنه مړه 8 تنه ټپيان راوړل شوي دي. هغوي ټول ملکيان دي، د ټپيا نو روغتيايي حال د ډاډ وړ دي»

هرات دافغانستان لوديزکي دهيواد په کچه يونسبتا امن ښار لرونکي ښار ياديږي. خو په دي وروستيوکي د زور زياتيو پيښي په کي زياتي شوي دي. د وروستي چادوني مسووليت تر اوسه پوري چا په غاړه نه دي اخيستي.

شريف شرفيار

کتونکي: عبدالباري حکيم