1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: د پښتون زرغون ولسوالۍ سړک ډامبريږي

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه

د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ د سړک د قیر کیدو چارې پیل شوي دي. دغه سړک چې ۴۴ کیلومتره اوږدوالی لري او پرې څه د پاسه ۱۱ میلیونه امریکایي ډالره لگښت راځي چې د دولت له لوري ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/16ZIZ
انځور: DW

د دولتي مقاماتو په وینا دغه سړک چې دوه ولسوالۍ پښتون زرغون او د گذرې ولسوالۍ له ښار سره نښلوي، د ۱۲ میاشو په اوږدو کې به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

د سیمې اوسیدونکو دویچه ویله «المان غږ» ته وویل چې تیر مهال یې د سړک د خرابي له امله کرهڼیز محصولات او لاسي صنایع په خپل وخت بازار ته نه شو رسولای او پر دې سربیره روغتون ته د ناروغانو رسول هم یو ستونزمن کار وو. خو د سیمي اوسیدونکي هیله مند دي چې د نوموړي سړک په جوړیدو سره به یې ستونزي هوارې شي.

د سیمي دوه تنه اوسیدونکو ارباب بشیر او میرویس دویچه ویله ته وویل: «موږ د سړک د خرابۍ په وجه ډیر زیانونه ګاللي دي، خو اوس یې د جوړیدو له امله خوښ یو.»

د نوموړې پروژې یوه تن مسئول انجنیر احمدشاه وحید، وایي چې د پښتون زرغون سړک به له پلان سره سم په معیاري ډول جوړ شي. د هغه په وینا نه یوازې دا چې د کار بهیر به په جدي توگه څارل کیږي، بلکي تر تسلیمیدو تر مخه به د مسلکي پلاوي تر ارزیابي وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه زیاته کړه:

«د پښتون زرغون سړک ۴۴،۵ کیلومتره اوږده والی او لس متره پلنوالي لري، چې په کې دوه متره پلي لار او ۶ متره اصل سړک دی. پر دې سربیره ټول اړین امکانات لکه پل، پلچک هم په پام کې نیول شوي دي. مالي لګښت یې ۱۱،۹میلیونه امریکایي ډالره او کاري پلان یې ۱۲ میاشتې دی.»

په لیرې پرتو سیمو کې د بیا رغاونې په برخه کې یوه ستونزه د امنیت نشتوالی دی. د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغندیوال، چې د نوموړې پروژې د پرانیستنې په غونډه کې یې گډون درلود د امنیتي ستونزې په پام کې نیولو سره د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له ولسي مشرانو سره یې په لیدنه کتنه کې د هغوی ډاډ تر لاسه کړی دی او خلکو له ملي پولیسو او اردو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د پښتون زرغون ولسوالۍ د سړک د جوړیدو پروژه د ازادو سیالیو په ترڅ کې د «بادغیسي» په نوم یوه ساختماني شرکت ته ورکړل شوي ده.

شریف شرفیار/هرات
کتونکی: سید ریاض