1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: د سلما بند د ورانولو پلان شنډ سو

شريف شرفيار/ هرات۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبه

د هرات ولايت چارواکي وايي، چي د سلما بند د ورانولو مخه يې نيولې ده. دوی وايي د دغه بندد د ورانیدو په نیت له گاونډيو هیوادونو څخه ۱۳۰۰ کیلو گرامه چاودیدونکې مواد راوړل شوی ول او دوی ونيول.

https://p.dw.com/p/187fM
Zu sehen ist der Bau eines Staudamms in Herat, Afghanistan, sowie die Überwachung der Bauarbeiten von der Polizei. Die Bilder hat uns heute unser Korrespondent Hoshang Hashimi aus Herat geschickt, sie wurden gestern (18.04.2011) aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW.
Staudamm Afghanistan Bau Heratانځور: DW

د هرات چارواکي وايي چي په یوه لویه پیمانه داسي چاودیدونکي مواد ئې نیولي دي، چي ډول ئې په افغانستان کې په لومړي وار لیدل شوی دی. دوی وايي دغو موادو د سلما د اوبو بند د بشپړ تخريب قدرت لاره.

د دغه ولایت د والي ویاند محی الدین نوري دویچه ویله ته وویل چي دغه چاودیدونکي مواد ئې د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۳۱) د ملي امنیت د کشفي عملیاتو په لړ کي د سلما بند ته نږدې په کشک نومي کلي کي نيولي دي.

نوري په دې اړه نور جزیات ورنکړل او يوازي ئې دومره وويل چي پیښه تازه ده مواد نيول شوي دي او خطر ختم شوی دی. د هغه په خبره دغه مواد په څرخۍ الوتکي په وسيله هرات ښار ته انقال شوي دي.

د هرات د والي وياند بې له دې چي د کوم هيواد نوم واخلي وويل «دغه چاودېدونکي مواد له يوه گاونډي هیواد څخه راغلي دي».

په لوېديځ زون کي د ۲۰۷ ضفر قول اردو قومندانۍ رئيس ارکان جنرال محی الدین غوري هم خبریالانو ته موضوع تائید کړه ده او ويلي ئې دي چي دغه مواد ئې د سلما د اوبو بند په ۲۵ کیلومترۍ پښتون زرغون ولسوالۍ کې چي په ۱۳ بوجیو کې ځای پر ځای شوی ول نيولي دي.

دغه لوړ پوړي افسر دا هم وویل چي د موادو د انتقال په تور ئې دوه تنه هم نیولي دي، چي تر پوښتنو گروېږنو وروسته به ئې کره جزیات رسنیو ته ورکړي.

خو په کابل کي د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند شفيق الله طاهري په يوه خبري غونډه کي وويل، چي دا پلان د کوټي د شورا له خوا چي مشري ئې ملا عمر کوي جوړ سوی وو.

د کوټه شورا د هغو افغان وسله والو طالبانو نمايندگي کوي چي مشري ئې د ملا عمر پرغاړه ده. د ملي امنيت ادارې ويلي دي چي د سلما بند د ورانولو په پلان کي د گاونډيو هيوادونو استخبارات چي د افغانستان له بيا رغاوني سره مخالف دي لاس لري.

د ملي امنيت ادارې وياند د کوم هيواد نوم وا نه خيست. تر دې دمخه افغان امنيتي چارواکو ويلي ول چي ايران د سلما بند له جوړيدو سره مخالف دئ.

طاهري وويل :«د سلما بند د ورانولو پلان د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د طالبانو له خوا جوړ سوی وو او د دې پلان رهبري د ملا عبدالغني پرغاړه ول. ملا غني د کوټي د شورا غړی دئ.»

بله خوا د سیمي خلکو د ملا مصطفی په نوم د یوه ځايي غیر مسئول قومندان نوم یاد کړی دی چي وايي، د طالبانو په بڼه ئې په سوو غیر مسئول کسان ئې د سلما بند د ورانولو په غرض په وسلو سمبال کړي دي.

د دغي سيمي يو تن اوسېدونکي چي نه يې غوښتل نوم ئې واخيستل شي دويچه ويله ته وويل :«دغه ملا مصطفی د تیرکال په جريان کي په سلما بند څو يرغلونه وکړل چي تر۱۱ تنو زیات امنیتي ساتونکي هم پکښې ووژل شول.»

د هغه په خبره دغه غير مسئول وسله وال قومندان پر ایران سربیره د افغانستان د کابینې او ولسې جرگې د یو شمېرغړیو له ملاتړه هم برخمن دی.

د هرات والي داود شاه صبا هم د سلما بند په ورانولو کي د گاونډیو هیوادو ورانکاري هڅي تائیدوی خو وايي چي د امنیت له پاره یې ټینگ تدابیر نیولي دي:

«د سلما بند د ورانولو په اړه موږ راپورونو لرو چي ځني گاونډي هيوادونه غواړي په يو ډول نه يوډول د دغه بند د جوړولو چاري بندي شي، خو د سلما بند جوړېدل له هره اړخه زموږ د ټولو گاونډيانو، افغانستان او د سیمي په گټه دي.»

په هرات کي د سلما بند
په هرات کي د سلما بندانځور: DW

د سلما د اوبو بند د هرات په شمال ختیځ۱۶۰ کیلومترۍ چشت شریف ولسوالۍ کي پر هریرود باندي جوړيږي. د دې بند د جوړېدو چاري اته کاله د مخه د هندوستان هيواد په یونیم سل میليونه بلاعوضه مرسته باندي پیل شوې.

دغه بند بايد د تړون له مخي په څلور کلونو کي جوړ شوی وای او۷۰ زره هکټاره کرهڼيزه مځکي ته ئې اوبه ورکولای او دغه راز د هرات ښار ته ئې۴۰ ميگاواټه برېښنا ورکړې وای. خو د ناامنيو ترڅنگ یې د پیسو کمښت د دغه بند د جوړولو په مخ کي خنډ بلل سوی دی.

ويل کيږي چي اوس ئې هندوستان د جوړښت له پاره نور۱۱۰ ميليونه ډالر ځانگړي کړي دي او۷۷ سلنه کار ئې پر مخ تللی دی. د چارواکو په خبره په راتلونکي یونیم کال کې به ئې کار بشپړ شي.

د هريرود اوبه اوس ايران ته بهيږي او ويل کيږي چي د سلما بند په جوړيدو سره به ئې ايران ته بهېدل يو څه لږ شي.