1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات ته د بهرنيو ښکاريانو د سفر موضوع څېړل کيږي

اسماعيل شاکر۱۳۹۲ دی ۲۲, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي هرات ولایت ته یې د بهرنيو ښکاریانو د سفر موضوع له رسنیو څخه اورېدلې ده. څو ورځي مخکي داسي راپورنه خپاره شول چي دغه ولايت ته عربان د ښکار له پاره ورغلي دي.

https://p.dw.com/p/1ApMf
انځور: Mark Wilson /PEF

د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۲) په کابل کې اونیزي خبري غونډي ته وویل چي دوی به دا وڅېړي چې دغه ښکاریان څه ډول افغانستان ته راغلي دي؟

«موږ دغه موضوع له رسنیو اورېدلې ده خو په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت څېړني دوام لري. ښايي د هيواد لوېدیځ ته د بهرنیو ښکاریانو د ویزو په صدور کې کومه اداري تېروتنه شوي وي، په دې اړه زموږ هراړخيزي څېړني دوام لري.»

نزدې څلور ورځي دمخه ځینو افغاني تلویزوني چاینلونو داسي انځورونه خپاره کړل چې پکښې په هرات ولایت کي عرب ښکاریان د ښکار کولو پرمهال لیدل کېده.

د رسنیو د راپورونو په حواله، هرات ولایت ته دغه عرب ښکاریان چې د قطر هيواد د سوداګرۍ وزیر هم پکښې شامل وو ددغه ولايت د پخواني والي اسماعیل خان په بلنه راغلي ول. اسماعيل خان تر اوسه پوري په دې اړه کوم غبرګون ښوولې نه دی.

په هرات کې د مدني ټولني فعالانو هم د غير قانوني ښکار پر ضد د شنبې په ورځ لاریون وکړ، هغوی ادعا کوله چې له تیرو څو ورځو راهيسي دغه ولایت ته عرب، پاکستاني او د بنګلادیش ښکاریان د ښکار له پاره ورغلي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګويا په تېرو څو کلونو کي په دوامداره توګه بهرنیو ښکاریانو افغانستان ته سفرونه کړي دي. موسی زی وايي:

«زه کولای شم چې دا په ډېري اسانۍ سره رد کړم چې ګويا افغانستان ته د بهرنیو ښکاریانو سفرونه له تیرو څو کلونو راهيسې په دوامداره توګه ترسره شوي دي، دا خبره هیڅ بنسټ نه لري.»

دا څرګندوني پر داسې مهال کیږي چې د ولسمشر کرزي د یوه فرمان له مخي په افغانستان کې د هر ډول مرغانو ښکار غير قانوني دی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته د عربانو ورتګ او هلته د بازانو ښکار په ستره پيمانه جاري وو او هر کال به په زرونو بازان د افغانستان په لوېديځ کي نيول کېدل او د پاکستان له لاري به نوري نړۍ ته انتقالېدل.

د شينډنډ او فراه ولايتونو د اوسېدونکو په خبره د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يو وخت حتی داسي هم سوي ول چي د بهرنيانو له خوا به د دغو ولايتونو يو شمېر غرنۍ سيمي کلابندي سوي وې او په خپله به ځايي اوسېدونکو هلته د ورتګ اجازه نه لرله.