هاګ : دکوزووداستقلال اعلانيدل سم کار ؤ
۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعهخو د هاګ د بين امللي جزايي محکمې رييس هيساشي اُووادا بيا پرون ددغي خبري برعکس اعلان وکی ،اوواضح يې کړه ، چه د کوزوو موضوع يوه خاصه موضوع ده ، او نسي کيدلای هغه د نورو هيوادو د بيلتون غوښتونکو دپاره يو سرمشق وگرزي .
هغي پوښتني ته چه د محکمې قاضيانو بايد جواب ورکړی وای، داوه چي
،
«آيا د کوزوو دمؤقتي حکومت لخوا د استقلال يو جانبه اعلانيدل د بين امللي حقوقو سره توافق لري ؟ »
دا هغه پوښتنه وه ، چي ملګرو ملتو د صربستان په غوښتنه د هاګ دجزأ د بين امللي محکمې څخه کړې وه ، او ورته محکمې پرون په صراحت سره د هوکې جواب ورکی .
قاضيانو فيصله وکړه چي د 2008 کال په فبروری کښي د کوزوو داستقلال اعلانيدل نه يوازي د بين امللي حقوقو د پرنسپونو يو خلاف عمل نه دی ، بلکه هغه د ملګرو ملتو د 1244 لمبر پريکړه ليک خلاف عمل هم ندی .
ددغه پريکړه ليک پر اساس د 1999 کال په جون کښي په کوزوو کښي د ملګرو ملتو يوه مؤقتي اداره جوړه سوه .
د صربستان پر دغه جنوبي ولايت باندي دکوزوو د آزادي بخښونکي سازمان UCK او د يگوسلاويا د اردو تر منځ سخت جنگونه وسول . او کله چه د سولي غوښتني ونه منل سوې ، نو بيا د 1999 کال په شروع کښي ناټو مداخله وکړه .
د ملګرو ملتو په 1244 لمبر پريکړه ليک کښي مگر د هغه وخت يگوسلاويا ته پر خپله خاوره باندي د تماميت حق ورکول سوی ؤ . د همدغه دليل پر اساس هميشه ددې ادعا کيدل ، چه کوزوو اجازه نلري ، استقلال اعلان کي . خو په هاګ کښي د محکمې قاضيانو دغه ماده بل ډول تعبير کړه ، اووايي چه د ملګرو ملتو په پريکړه ليک کښي ندي راغلي ، چه کوزوو د استقلال داعلانيدو اجازه نلري .
د هاګ دجزأ يي محکمې اوسنی فيصله الزامي شکل نلري . خو گرده نړی د هغې فيصلې ته په هيجان سره انتظار کاوه .
69 هيوادو، د هغې جملې څخه د امريکا متحده ايالاتو، او د اروپايي ټولني 22 هيوادو د کوزوو استقلال په رسميت پيژندلی دی .
د اروپايي ټولني 5 غړو هيوادو ،لکه هسپانيې ، يونان او قبرس ، او همدارنگه چين او روسيې بيا هغه په رسميت ندی پيژندلی .
کاترين /محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي