1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالينډ په سختۍ سره يوروگوای ته ماته ورکړه

۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA د نيمه فاينل مسابقو په اوله ورځ هالينډ- يوروگوای ته 3 پر2 سره ماته ورکړه ، او پدې ډول هالينډ دلمړني ټيم په حيث فاينل ته راووتی

https://p.dw.com/p/OCDu
انځور: picture-alliance/dpa

د جنوبي افريقا د کاپ سټډ د گرين پينټ په سټوډيم کښي د 64000 تماشاچيانو په مخکي هالينډ- يوروگوای ته د انتظار سره سم ماته ورکړه

پاته دي نه وي چه د کاپ سټډ يا کيپ ټون د گرين پينټ سټوډيم چه د تير کال په ډسامبر کښي پرانيستل سو ،او ډير عصري او مجهز سټوډيم دی ، دنن ورځي د يوروگوای او هالينډ مسابقه به پکښي د فټبال ددغي نړيوالي اتلولۍ وروستۍ مسابقه وي .

Fußball WM 2010 Niederlande Uruguay NO FLASH
انځور: AP

اوس چه په جنوبي افريقا کښي د فټبال مسابقې حساسي او آخري مرحلې ته رسيدلي دي ، نن به جرمني او هسپانيه هم په نيمه فاينل کښي سره مخامخ سي .

د جرمني د فټبال د ملي ټيم ټرينر يوآخيم لو د هسپانيې ټيم ته ډير احترام قايل دی ، اووايي چي ،

«د فټبال په دغي نړيوالي اتلولۍ کښي زمادپاره د هسپانيې ټيم د قدر وړ او ډير ښه ټيم دی .»

Fußball WM 2010 Niederlande Uruguay Flash-Galerie
انځور: AP

دی اضافه کوي ، چه که څه هم د جرمني ټيم انگلستان ته 4 پر 1 او ارجنټين ته د وتلي فټبالر ليونل مسي پر درلودلو سره سره 4 پر صفر ماته ورکړه ، ليکن ،

« هسپانيه يوازي يو مسي نه لري ، بلکه د مسي په رقم ډير کسان لري . خصوصأ په فارورډانو کښي »

خو د جرمني دملي ټيم ټرينر د 2008 کال د فټبال د اروپايي اتلولۍ قهرمان هسپانيې په مقابل کي تياری ښيي ، او تر ټولو دمخه پر خپلو ځوانو او تکړه فټبالرانوباندي تکيه کوي . دی بيا وايي ،

« د جرمني دټيم فټبالران د هغه خصلت پر اساس چه لري يې ، نه بيريږي . دوی که څه هم حريف او مقابلي خواته احترام لري ، ليکن بيره نه ځيني لري ، ځکه دوی پوهيږي چه فټبال کولای سي . »

Fußball WM 2010 Niederlande Uruguay Flash-Galerie
انځور: AP

د جرمني دټيم يو وتلی فارورډ باستيان شواين سټايگر هم د هسپانيې په مقابل کي احترام ښکاره کوي ، اووايي ،

«زه پوهيږم چه زما دپاره د هسپانيې دفټبال ټيم ددنيا تر ټولو ښو ټيمو څخه دی . د هغه په مقابل کي به بازي د انگلستان او ارجنټين په مقايسه ډيره سخته وي . »

Fußball WM 2010 Niederlande Uruguay Flash-Galerie
انځور: AP

خو اوس به راسو د هالينډاو يوروگوای د مسابقې جريان ته :

د نيمه فاينل د اولي ورځي مسابقه ، چي د هالينډاويوروگوای تر منځ تر سره سوه ، د هالينډ په گټه تمامه سوه .

ددغي مسابقې څخه لا 18 دقيقې نه وې تيري سوي ، چه د هالينډد ټيم څخه گيواني فان برونک هورسټ يوروگوای ته د 25 متره ليري فاصلې څخه يو جالبه گول ورکی ، خو بيا تر تفريح لږ دمخه يوروگوايانو تهاجمي بازي شروع کړه، او ويې کولای سول ، چه په 41 دقيقه کښي هالينډته يو گول ورکي . دغه گول وتلي فټبالر ډييې گو فورلان ولگولی .

تر تفريح وروسته ميچ ډير گرم سو، په اول سر کښي هالينډيانو يوروگوايانو ته په 70 او 73 دقيقو کښي پر له پسې گولونه ورکړل ، چه اول يې سنايدر او دوهم يې ارين روبن ولگاوه .

يوروگوايايانو که څه هم په آخره کښي هالينډيانو ته يو بل گول ورکی ، او فايده يې نه کوله ، خو په آخري دقيقو کښي مسابقه ډيره هيجاني او جالبه سوه ، او نژدې ؤه ، چه يوروگوايان حتی دوه گولونه ولگوي ، خو هغه يې مِس کړه .

Fußball WM 2010 Spanien Portugal Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي مسابقې په جريان کښي درې ژيړ کاټونه ورکول سول ، چه اول يې يوروگوايي ماکسي ميليانو پيريرا ته په 21 دقيقه کښي ، او په 27دقيقه کښي هالينډي سنايدر او يوروگوايي کېسېرس ته ورکول سول .

د هالينډ- يوروگوای مسابقې ته د هالينډ شاهزاده گان ماکسيما او ويليم الکساندر هم راغلي وه .

د يوروگوای ملي ټيم چه د 40 کلو راوروسته د فټبال په نړيواله اتلولي کښي نيمه فاينل ته راوتلی ؤ، د ښو فټبالرانود کمبود سره مخامخ ؤ : وتلي فارورډ لوييس سوآريس او گول کيپر پاراده د گانا سره د يو پر څلرم فاينل پر مهال سره کارټونه اخيستي وه ، او په دغه مسابقه کښي يې شرکت نسوای کولای .

يو بل فارورډ يورگه ُوسيلو يې هم په دغه مسابقه کښي گډون نسوای کولای .

نن به د نيمه فاينل په دوهمه او آخري مسابقه کښي جرمني د هسپانيې په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

آرنولف /محمد قاسم نوري

کتونکي : فضلي