1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډ په يوه سياسي بې سرنويشتي اخته دی

۱۳۸۸ اسفند ۴, سه‌شنبه

د لومړي وزير بالکننده ائيتلافي حکومت د اونۍ په پای کې د ناټو د هغي غوښتنې په اساس ړنګ سوو چي ويل يې بايد هالندي ځواکونه په راتلونکي کال کي هم د افغانستان په اروزگان ولايت کې پاته سي...

https://p.dw.com/p/M8qo
د هالنډ لومړی وزير د ملکې سره د ليدلو په لور
د هالنډ لومړی وزير د ملکې سره د ليدلو په لورانځور: AP

د دوشنبې په ورځ د هالنډ د لومړي وزير يان پېتر بالکننده حالت ښه نه و، په داسې حال کې چې د هالند د دولت مشرې، ملکې بياتريکس سره د کتنې په موخه دی په لاره روان و. ملکې بياتريکس په پارلماني چارو کې له کليدي سلاکارانو سره وکتل چې په کې د دواړو جرگو وياندويان هم ورغلي وو.

د لومړي وزير بالکننده ائيتلافي حکومت د اونۍ په پای کې د ناټو د يوې غوښتنې په اساس راوپرځېد چې له مخې يې بايد هالندي ځواکونه د روان کال له پای وروسته هم د افغانستان په اروزگان ولايت کې پاته شوي وای. بالکننده وويل چې دې ماموريت ته د بديل کومه بله لاره نشته:

«د وزيرانو د شورا د مشر په صفت، ما بايد له بده مرغه منلي وای چې د دغه حکومت د مثمر کار لپاره زمينه نشته. تاسو وليدل چې په تېرو څو ورځو کې د ائيتلاف يووالي ته د حکومت د وروستيو پرېکړو په اساس زيان ورسېد. دغو څرگندونو زموږ د گډو پرېکړو او بحثونو امکانات محدود کړل او له هغه مسووليت سره په ټکر کې راځي چې يې په افغانستان کې زموږ د ځواکونو په وړاندې لرو او د ناټو په چارو کې چې يې لرو».

د هالنډ د کارگرانو گوند د حکومت سقوط گړندی کړ او د بالکننده له مسيحي دموکراتانو او د کوچني مسيحي اتحاد د گوند سره له تړل شوي ائيتلاف څخه ووت. د کارگرو د گوند مشر او د لومړي وزير اوسنی مرستيال، ووتر بوس وويل:

«موږ دا پرېکړه په آسانۍ سره ونه کړه. موږ د اروزگان په هکله د يوې ډاډمنې پرېکړې په اړه بحث وکړ، تر څو حکومت ژوندی وساتو، خو موږ ناکامه شو. د اختلاف ټکی دا و چې په 2007 کال کې موږ موافقه کړې وه چې په 2010 کال کې به په افغانستان کې د هالنډ ماموريت پای ته رسوو. له دغه موقف څخه په پارلمان او هم په ټولنه کې پراخ ملاتړ کيږي. يو معقول دليل هم ونه ويل شو چې ولې بايد دغه تصميم بېرته واخلو. د بحثونو په نتيجه کې مسيحي دموکراتانو او مسيحي اتحاد له دغه حقيقت څخه سترگې پټې کړې».

ناټو غوښتل چې هالنډي ځواکونه دې يو بل کال په افغانستان کې پاته شي تر څو افغان عسکر او پوليس وروزي، خو دا خبره اوس ناممکنه برېښي. اوسني لومړي وزير بالکننده خبرداری ورکړ چې د هالنډ نوم ته به په نړيواله کچه زيان واوړي، که نوموړی هېواد د ناټو غوښتنه ونه مني او سر ورڅخه وغړوي.

خو کورنۍ ستونزې اوسمهال ډېرې زياتې دي. بالکننده به اوس د يو موقتي حکومت مشري کوي چې پاتې دوه گوندونه په کې ملگري دي، تر هغه وخته پورې چې په مۍ مياشت کې نوې ټاکنې وشي.

دغه ائيتلاف اوس په پارلمان کې د نورو گوندونو ملاتړ ته اړتيا لري او بايد وړو گوندونو ته زياته پاملرنه وکي، لکه ښي پلوه د آزادۍ گوند ته چې گېرت ويلدرس يې مشري کوي. نوموړی گوند په توکم پالنې تورن شوی دی. راتلونکې څو اونۍ به په هالنډ کې له ستونزو او کشالو ډکې وي.

Goodman, Dave/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل