1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډ: په تیاره کې ځلیندونکي لارې

شمس الرحمن ناصر / کوسټر سوزان۱۳۹۳ آذر ۹, یکشنبه

په هالنډ کې د شپې له خوا بې له دې چې د بریښنا یا د انرژۍ له کومې بلې منبع څخه کار واخیستل شي، د بایسیکلونو د لارو روښانه کولو په برخه کې یو نوښت رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DxEI
انځور: Daan Roosegaarden/Heijmans

په هالنډ کې اوس د بایسکلونو شمیر تر انسانانو لوړ دی او له بایسکل سره لیوالتیا ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو ده. حکومت هم په دې هڅه کې دی چې خلک د موټرو پر ځای پر بایسکلونو تگ راتگ وکړي، څو د کاربن ډای اکسایډ گاز د تولید او هوا د ککړتیا مخه ونیول شي.

د بایسکل چلونې سره د خلکو مخ پر ډیریدونکي لیوالتیا ته په کتلو سره پالیسي جوړونکو ادارو او انجینرانو د بایسکلونو له پاره د داسې لارو جوړول پیل کړي دي چې له یوې خوا چاپیریال ته زیان نه رسوي او له بلې خوا له دغو لارو څخه په ژمي کې هم استفاده کیدلای شي.

په هالنډ کې د بایسکل چلوونکو اتحادیې په حواله په نړۍ کې د بایسکل اړوند تر ټولو ډیر کشفیات او نوښتونه د دوی په هیواد کې کیږي. هالنډي انجینران وایې چې ډیر ژر به دوی داسې تیږي هم تیاري کړي چې ټوله شپه به بې له برق څخه رڼا ولري.

ځلیدونکي لارۍ


دې ته ورته یو انکشاف هم د « فان گوفي روسگارډا» په نوم د بایسکل لاره ده کوم چي په تاریکۍ کي ځليږي. دغه لاره یوه مياشت مخکي گټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

پر دې سړک داسې تیږې لگول شوې دي چې د لمر له روښنایۍ څخه چارج اخلي او د شپې له خوا بیا ځلیږي. دغه لار یا سړک د مشهور هالنډي انځورگر«فان گوفي روسگارډا» په نوم نومول شوې ده. د هغه د سټیري نائټ یا له ستورو ډکې شپې په نامه په خپله یوه رسامۍ کې همدې ته ورته یوه لاره انځور کړې وه.

«فان گوفي روسگارډا» له نن څخه ۱۲۵ کاله مخکې وفات شوی دی، خو د هغه یادونه د دغې ځلیندونکي لارې سره بیرته را ژوندي شوي دي. د ټوله شپه روښانه پاتې کیدو له پاره لږ څه بریښنا ته هم اړتیا شته خو هالنډي انجینران وایې چې ډير ژر به دوی داسې ډبرې جوړې کړي چې ټوله شپه به بې له برقه روښانه پاتی شي.

دغه سړک یا د بایسکلونو لار د کرستال، سلیکان او سولري حجرو څخه جوړ شوي دی چې د پاسه پرې ښیښې(هنداره) ته ورته ډکون شوی دی. دا سړک د تجدید وړه انرژي تولیدوي.

Niederlande Van Gogh-Roosegaarde Fahrradweg
انځور: Daan Roosegaarden/Heijmans

د بایسکلونو له پاره د سولري انرژې لارې

د هالنډ حکومت په خپل هیواد کې تر ۲۰۵۰ کاله پورې د کاربن ډای اکسایډ د تولید په برخه کې له ۸۰ څخه تر ۹۵ فیصده پوري د کموالي هدف ټاکلې دی. په هالنډ کې د چاپیریال ساتنۍ په هکله د څیړنیزې ادارې په حواله په دې برخه کې ډیر پرمختگونه رامنځته کیږي. د دغې ادارې مشر مارټن حاجر وایې چې هر یو ښار له بل څخه د ښه کار کولو کوښښ کوي.

د چارواکو په خبره وروسته له دې څخه به دې ته ورته سړکونه د موټرو له پاره هم جوړ کړي. د حاجر په خبره که څه هم دغه لار په کافي اندازه برېښنا نه تولیدوي، خو دا د راتلونکي پر لور د پرمختگ یو گام دی.

په ژمي کې گرمه لاره

د هالنډ په «گیلډر لینډ» ایالت کې د بایسکلونو له پاره یوه داسې لاره یا سړک جوړ شوی دی چې د ژمې په موسم کې د واورو د ويلې کولو توان لري. د «هیټیډ یائیک لائن» په نامه د دغې لار ډیزاین کوونکی «جاب فان روئیکل» وایې چې که د لارې د حرارت درجه له ۴ څخه تر ۵ سانتي گریت پورې وساتل شي نو پر هغې واوره نه پاتی کیږي. هغه وایې چې د سړک د گرم ساتلو دغه سیستم د یوې کوچنۍ سولري دستگاه په وسیله چلول کیږي.