1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډي عسکر به په همدغه کال کي د افغانستان څخه راووزي

۱۳۸۸ اسفند ۳, دوشنبه

د هالنډ په ايتلافي حکومت کي د افغانستان د مسالي پر سر دومره يوه لويه لانجه راپورته شوې ده چي د دغه هيواد په ايتلافي حکومت کي برخه وال ګوندونه سره بيل شوي او د هالنډ ايتلافي حکومت ړنګ شوی دی

https://p.dw.com/p/M82g
د هالنډ حکومت استعفأ ورکړه
د هالنډ حکومت استعفأ ورکړهانځور: AP

نو په دې صورت کي به په همدې روان ميلادي کال کي د افغانستان څخه د هالنډي عسکرو په ايستلو پيل وسي . دغه خبره د هالنډ لومړي وزيرJan Peter Balkenende پرون کړيده . نوموړی وايي چي دده عبوري حکومت دا ماموريت او صلاحيت نه لري چي د ناټوپه غوښتني سره په افغانستان کي د هالنډي عسکرو د ماموريت موده اوږده کړي . نو په دې صورت کي به هالنډ دې ته اړ وي چي د افغانستان د اوروزګان په ولايت کي د هالنډي عسکرو ماموريت پای ته ورسوي . له بله پلوه د استرليا د بهرنيو چارو وزيرStephen Smith څرګنده کړيده چي دده هيواد دې ته ندی چمتو چي د افغانستان د اوروزګان په ولايت کي د هالنډ عسکرو دنده په غاړه واخلي سميت وايي چي:

د اوروزګان له ولايت څخه د هالنډي عسکرو په وتلو سره د آسترليا حکومت ناټو ته دا خبره په ډاګه کړيده چي په افغانستان کي کوم آسترليايي عسکر چي د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي په افغانستان کي خدمت کوي ،د اوروزګان په ولايت کي هغه دنده په غاړه وانخلي کوم چي تراوسه هالنډيانو ترسره کاوله . د آسترليا حکومت دا خبره هم ناټو او هم د امريکې متحده ايالاتونو ته په ډاګه کړې ده.

د افغانستان څخه د هالنډي عسکرو د وتلو په هکله د Rheinische Post په نامه المانۍ ورځپاڼي تبصره کړې او ليکي چي په جګړې سره سړی په اروپا کي د خلکو رايي نسي کټلای . نو له همدې امله د هالنډ د سوسيال د يموکرات ګوند د ناټو دا غوښتنه چي د هالنډ له حکومته څخه يې کړي ،چي په افغانستان کي دي د خپلو عسکرو د ماموريت موده تمديد کړي ،نده منلې . ددې پر ځای چي د هالنډ سوسيال د يموکرات د ناټو دا غوښتنه ومني دوی د خپل هيواد د ايتلافي حکومته څخه وتلي ،چي په دې کار سره د هالنډ عبوري حکومت دې ته اړ شوی چي له افغانستان څخه د هالنډي عسکرو په ايستلو پيل وکړي او دا د هالنډ د ډيرکي ولس غوښتنه هم ده .

د هالنډ سوسيال ديموکراتان پخپل دې کار سره هم د خپل هيواد اعتبار ته تاوان رسوي او هم ناټو ته . ځکه هالنډ که د اروزګان په ولايت کي ۱۹۵۰ عسکر لري ،چي که دوی له دغه سيمي څخه ووځي نو ناټو تراوسه نه پوهيږي چي په دغه ولايت کي به ددوی ځای څوک ډک کړي .

او بيا د Rheinische Post په نامه المانۍ ورځپاڼه مخ په وړاندي ليکي چي ناټو د هندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کي اشتباوي کړيدي . خو دلته خبره داده چي ناټو او امريکايان په افغانستان کي د يوې نوي ستراتيژي د پلي کولو څخه خبري کوي، نو د ناټو دغه ستراتيژی به په هغه صورت کي عملي شي چي غړي يود بل سره ګډ کار وکړي او په اصطلا د پيوستون له پرنسيب څخه کار واخلي .

په افغانستان کي د ناټو د نوي ستراتيژی په بنسټ په هغه صورت کي سوله او ثبات راځي چي ټول سره هم ِفکره وي او سره ګډ کار وکړي، نو په هغه صورت کي به له دغه هيواده څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پاره لاره هواره شي، او دا به په هر هيواد کي د هر ماهرو سياستمدار دنده وي چي داسي پريکړي هم وکړي چي د ولس نه خوښيږي . خو پريکړي به ضروري وي او کله کله دې ته هم اړه ليدل کيږي چي نړيوال پيوستون او ګډ کار ته د داخلي سياست د ستراتيژيکي لوبو په پرتله د لومړيتوب حق ورکړي، او د هالنډ سوسيال ديموکراتانو بايد په دې هم پوه شي چي دوی به له دې کاره څخه، چي له افغانستان څخه دي هالنډي عسکر ووځي، ګټه وانخلي، بلکي ددغه کاره څخه به ګټه د هالنډ هغه ښی لاسه ګوند واخلي چي د اسلام مخالفه ګوند بلل کيږي .

AJE/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري