1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند هسپانيا ته سخته ماته ورکړه

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي هالند نړيوال اتل هسپانيا ته سخته ماته ورکړه. د B گروپ په لومړۍ لوبه کي هالند ډېر ښه وځلېد. د لوبي تر ټولو ښه لوبغاړی ارين بروبين، ونومول سو.

https://p.dw.com/p/1CIJr
انځور: Reuters

نړيوال اتل هسپانيا په برازيل کي د نړيوال جام سياليو په لومړۍ لوبه کي چي په سلوادور کي ترسره سوه سخته ماته تجريبه کړه. د هسپانيا فوټبال لوبډله د لوبي په دوهمه نيمايي کي د هالنډ لوبډلي له داسي بازي سره مخامخ سوه چي هيڅ چانس يې نه لاره او په پای کي يې لوبه يو د پنځه په مقابل کي بايلوده.

په لومړي سر کي لوبه داسي پيل سوه چي دواړو لوبډلو کوښښ کاوه خپله دفا وساتي. خو د لوبي په ۲۶ دقيقه کي د هسپانيا لوبډلي له فارورد ديگو کوستا، سره د هالند لوبډلي د گول مخ ته فاول وسو او پينالټي سوه. لوبه يو د صفر په مقابل کي د هسپانيا په گټه روانه سوه. خو وروسته ويډيو گانو وښووله چي دا په اصل کي پينالتي نه وه.

خو لوبه تر ډيره وخته پوري د هسپانيا په گټه پاته نه سوه، د لوبي د لومړی نيمايي تر ختمېدو لږ دمخه د هالنډ لوبډلي د سنټر لوبغاړي ديلي بليند، د هسپانيا لوبډلي د گول خواته تر يوه اوږده پاس وروسته وان پيرسي په سر داسي گول وواهه چي په لوبغالي کي ټول موجود کسان گوته په غاښ پاته سول، دا وخت نو ۴۴مه دقيقه وه او لوبه ۱:۱ روانه سوه.

د لوبي د دوهمي نيمايي تر پيلېدو لږ وروسته بيا هم له سنټره بليند، ارين روبين ته له ليري پاس ورکړ او هغه د هسپانيا لوبډلي د دفاع دوو تنو ته داسي بازي ورکړه چي خپله هم په ځان پوه نه سول او گول يې وواهه. لوبه يو د دووه په مقابل کي د هالنډ په گټه روانه سوه.

د هسپانيا گولي تر خپلي غلطۍ وروسته
د هسپانيا گولي تر خپلي غلطۍ وروستهانځور: Reuters

تر لږ ځنډ وروسته هالنډي لوبغاړي فريج، د هسپانيا لوبډلي گول ته نژدې يو آزاد شوټ وواهه او لوبه له تمه خلاف يو د درو په مقابل کي د هالڼد په گټه سوه.

نور نو لوبه د هسپانيا لوبډلي له کنتروله ووتله او په هره شېبه کي داسي احساس کېدی چي هالنډ به بل گول هم ووهي، چي همداسي هم وسوه. د لوبي په ۷۴ دقيقه کي د هسپانيا د گولکيپر کاسيلاس، تر يوې غلطۍ وروسته بيا هم وان پيرزي خپل دوهم گول وواهه او لوبه يو د ۴ په مقابل کي د هالنډ په گټه سوه.

د لوبي پای ته لا لس دقيقې نه وې پاته چي د هالنډ پياوړي لوبغاړي ارين روبين چي د لوبي اتل هم اعلان سو په دغه لوبه کي خپل دوهم گول هم وواهه او لوبه يو د ۵ په مقابل کي د هالنډ په گټه روانه وه.

هيچا داسي فکر نه کاوه چي په ۲۰۱۰ کال کي د نړي اتل هسپانيه دي د سږکال د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي خپله لومړۍ لوبه په دغسي ماتي سره پيل کړي. هسپانيه د پنجشنبې په ورځ له چيلي هيواد سره لوبه لري او د دغي لوبي په گټلو سره کېدای سي چي يو پر اتم فاينل ته لاره پيدا کړي.