1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند له آلمان څخه د افغانستان د جنوب لپاره مرسته غوښتی ده

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

د هالند د بهرنيو چارو او پرمختگ وزارت د آلمان د اقتصادي اړيکو او پرمختگ وزارت څخه د افغانستان په جنوب د اروزگان په ولايت کښې د همکاري غوښتنه کړی ده.

https://p.dw.com/p/DKIt
انځور: AP

دی پی اه DPA آژانس زياتوی چې هالند غواړی تر څو د آلمان يوه موسسه GTZ د اروزگان په ولايت کښې د سرک په جوړولو کښې مرسته وکړی.
هانی په اروزگان کښې د ايساف د قواوو مشری په غاړه لری او هم پی آر تی چارې پر مخ بيايي.

که د آلمان حکومت مثبت ځواب ورکړ، نو بيا به اروزگان د افغانستان په جنوب کښې د آلمان لپاره د کار او موستو مرکز وگرزی. آلمان تر اوسه پوری د افغانستان په دغه سيمه کښې دير کار او مرسته نه دی کړی.