1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالبروک په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی

۱۳۸۹ آبان ۴, سه‌شنبه

هالبروک په داسي حال کي افغانستان ته تللی چي افغان دولت تر بل هر وخت ډير له خپلو وسله والو مخالفينو سره د خبرو لپاره لاره پرانيستې ده.

https://p.dw.com/p/Po1L
د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکا خاص استازی ريچارد هالبروک
د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکا خاص استازی ريچارد هالبروکانځور: AP

هالبروک افغانستان ته د ورتگ دمخه منلي وه چي يو شمير طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو سوي دي.

د جمهور رئيس کرزي د دفتر يوې سرچينې نن د خپل نوم د نه خپرولو په شرط په کابل کي دويچه ويله ته ويلي دي چي نوموړی به له افغان ولسمشر او په افغانستان کي د امريکا له سفر سره وگوري.

ريچارد هالبروک کابل ته په رسيدو يوه نظامي روزنيز مرکز ته ورغلی، چيري چي افغان او بهرني پوځي ماهرين د سرتيرو په روزولو بوخت ول.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د خاص استازي سره د کابل د پوځي روزنيز مرکز د ليدني پر مهال د ناټو له خوا د افغان سرتيرو د روزلو مشر جنرال ويليم بي کادويل هم مل وو.

واشنگټن او د ناټو مقتدر غړي اوس هڅه کوي چي په افغانستان کي د خپلو سرتيرو پر ځاي ډير مسوليتونه کورنيو عسکروته ور په غاړه کړي چي په دې سره به د افغانستان څخه د بهرنيو سرتيرو وتلو ته لاره هواره سي.

ريچارد هالبروک د کابل له پوځي روزنيز مرکز څخه د ليدو پر مهال وويل:

«بې له شکه هغه څه چي موږ يي نن په دغه مرکز کي وينو دا ښيي چي په افغانسان کي د امنيت په برخه کي مهم کارونه روان دي».

ټاکل سوې چي بهرني ځواکونه پس له دي افغان سرتيرو ته د مسوليتونو د سپارلوپه برخه کي جدي دي.

د کابل کنفرانس د پريکړو له مخه په 2014 کال کي به افغان دولت له بهرنيو سرتيرو څخه ټول امنيتي مسوليتونه په خپله غاړه اخلي. هغه څه چي اوس ورته د شک په سترگه کتل کيږي.

ريچارد هالبروک هم ومنله چي د افغان سرتيرو د روزلو لپاره ډير وخت ته اړتيا ده خو دا کار بايد ضرور تر سره سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل