1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نی: د افغان خبریالانو پر وړاندي ډیر زور زیاتی حکومت کړی دی

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

له افغان خبریالانو څخه د ملاتړ یوه بنسټ په خپل کلني رپورټ کې ویلي دي چې تیر کال د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتۍ ډیرې پیښي د حکومتي ځواکونو له لوري رامنځ ته شوي دي. دغه رپورټ د سه شنبې په ورځ خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/13ZuV
په رپورټ کې د حکومت د خبریالانو په وهلو او ټکولو تورن شوی دی
په رپورټ کې د حکومت د خبریالانو په وهلو او ټکولو تورن شوی دیانځور: AP

خپور شوی رپورت د نی په نامه کابل میشته نا حکومتي بنسټ پورې اړه لري چې ځان ته د خبریالانو د حقونو د مدافع سازمان نوم ورکوی. په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۱ کال کې افغان خبریالان د زور زیاتي له ۸۰ پیښو سره مخامخ شوي دي. د نی سازمان د دغو پیښو له ډلې څخه د ۴۹ پیښو پړه پر افغان حکومت اچولې ده.

نی وایي چې حکومتي ځواکونو یوازې خبریالان وهلي، بندیان کړي یې دي او ورته یی سپکي خبرې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په نهو پیښو کې چې د رپورټ له مخې مسؤلیت یې طالبان پر غاړه لري خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نې د پاتې ۲۲ پیښو پړه پر ناپیژندل شوو کسانو اچولې ده. تیر کال په رپورټ کې د افغان خبریالانو لپاره د ستونزو یو ډک کال بلل شوی دی. په دغه کال کې درې افغان خبریالان د ملک په ختیځ، مرکز او لویدځ کې وژل شوي هم دي.

په لومړۍ پیښه کې د ارزګان په ولایت کې افغان خبریال، احمد امید خپلواک، د ناټو د ځواکونو له لوري ووژل شو. که څه هم ناټو د دغې پیښې له کبله بخښنه غوښتي خو د خپلواک کورنۍ وايي چې دوي بخښنه کافي نه بولي او باید ورته غرامت ورکړل شي. په دوهمې پیښې کې په کابل کې د «پرس ټي وي» یو خبریال د ناټو او طالبانو د جګړې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. دریم افغان خبریال بیا د افغانستان په لغمان ولایت کې یوه ماین ووژه.

د نی رپورټ د تیر کال په پرټله په روان کې د افغان خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي په پیښو کې ۳۰ سلنه ډیر والی ښیې. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په ټول افغانستان کې څلور خبریالان وژل شوي ول خو سږ کال دغه شمیره دریو ته راټیټه شوې ده.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش