1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نی: افغاني رسنۍ دي د طالبانو خبرونه تحريم کړي

احمدولي اڅکزی (حسين سيرت)۱۳۹۳ آذر ۳۰, یکشنبه

افغان ژورنالست زبير حاتمي چي د استقلال ليسې په ځانمرګي بريد کي ژوبل سوی ؤ د شنبې په ورځ يې ساه ورکړه. ژورنالستانو د هغه د جنازې وروسته د طالبانو د خبرونو د تحريم په تړاو يو پرېکړه ليک خپور کړ.

https://p.dw.com/p/1E8HF
انځور: Reuters/O. Sobhani

د زبير حاتمي جسد د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۱مه) په کابل کي خاورو ته وسپارل سو. نوموړی کېمره مېن او ژورنالست د استقلال په ليسه کي د فرانسوي کلتوري مرکز مې د « د زړه ټکان او له چاودنې وروسته چوپتيا» تر نامه لاندې د يوې تياتري ډرامې پر وخت په ځانمرګي بريد کي ژوبل سوی ؤ.

حاتمي د هغه راهيسي د کابل د يو روغتون په عاجل څانګه کي د کوما په حالت کي تر درملنې لاندي ؤ. ډاکټرانو د هغه روغتيايي وضعيت داسي خراب اټکل کړی ؤ چي حتی د هيواد څخه د باندي د درملنې لپاره يې د هغه د لېږد مشوره نه ورکوله.

د زبير حاتمي په جناره کي د هغه د کورنۍ د غړو او قريبانو تر څنګ يو شمېر ژورنالستانو، د مدني ټولنو فعالينو او حکومتي استازو هم ګډون کړی ؤ. په دې ترڅ کي په افغانستان کي د آزادو رسنيو څخه د ملاتړ سازمان «نی» يو پرېکړه ليک خپور کړ چي پکښي راغلي چي افغان ژورنالستان دي د حاتمي د وژل کېدو په غبرګون کي د طالبانو د خبرونو او د هغوی د نقل قولونو خپرول تحريم کړي.

د طالبانو د خبرونو تحريم

د نی مؤسسې رئېس مجيب خلوتګر د حاتمي د جنازې د مراسو د پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د خبرونو د تحريم په تړاو د پرېکړه ليک په هکله وويل: « د افغانستان رسنۍ دي سر له نن د نېټي څخه د طالبانو سره د تړلو خبرونو او مطالبو د خپرولو څخه ډه ډه وکړي. دا تر هغه وخته چي هغوی د ملکي کسانو او ژورنالستانو پر ضد ترهګرو بريدونو ته د پای ټکی نه وي ايښی.»

د ژورنالستانو په پرېکړه ليک کي د افغان حکومت څخه غوښتل سوي دي چي د وژل سوو او ژوبل سوو ژورنالستانو او د هغوی د کورنيو سره د مرستي لپاره دي يوه کمېټه جوړه کړاای سي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل يو پيغام کي د زبيرحاتمي پر مړيني خواښيني ښودلې ده. د هغه په وينا د افغانستان رسنۍ د دغه ژورنالست د مړيني له کبله اغېزمني سوي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت چارواکو هم د زبير حاتمي په جنازه کي ګډون کړی ؤ. په دې ترڅ کي په ياد وزارت کي د نشراتو معيني سيمين غزل حسن زاده وويل چي افغان ژورنالستانو ډېري قربانۍ ورکړي دي. نوموړې زیاته کړه:« د افغانستان مطبوعاتو او د رسنيو استازو د بيان آزادۍ ته د خپلو عزيزانو په وينو شکل ورکړی او د خپلو همکارانو په وينو يې دغه آزادي خوندي ساتلې ده »

د نی مؤسسه وايي چي روان ۲۰۱۴م کال په افغانستان کي د ژورنالستانو لپاره يو خونړی کال ؤ چي پکښي ۸ افغان ژورنالستان ووژل سول.