1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکپا: د المپیک مډالونو مې ژوند بدل کړ

۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعه

د المپیک دوه مډالونو روح الله نیکپا، په ایران کې له یوه افغان کډوال څخه د افغانستان پر یوه نومیالي اتل باندې بدل کړ. نیکپا وایي چې د المپیک د مډالونو له ګټلو سره د هغه ژوند بدلون موندلی دﺉ.

https://p.dw.com/p/15nsy
انځور: Reuters

نیکپا د المپیک په لوبو کې خپل د برونزو لومړی مډال په ۲۰۰۸ کال کې په بیچینګ کې وگاټه. دا د افغانستان په تاریخ کې د المپیک لومړی مډال وو. هغه وایي: «د لومړي مډال تر ګټلو مخکې زه خوښ وم. ښه ژوند مې لاره. خو د مډال تر ګټلو وروسته ډیر مشهوره شوم. چۍ زه ئې له کبله ډیر شکرونه کوم. زه له خپل روزونکي او خلکو څخه مننه کوم.»

د نیکپا په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ

نیکپا د پنجشنبې په شپه د لندن د المپیک په سیالیو کې خپل بریتانیایي حریف ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا ئې د برونزو مډال وگاټه. هغه وایي: «د یوه مډال گټل د هر هیواد له پاره اهمیت لري خو د افغانستان له پاره د المپیک مډالونه ځانگړی ارزښت لري.»

نیکپا اوس په افغانستان کې د ورزش په برخه کې یو ملي اتل بلل کیږي. کله چې نیکپا په ۲۰۰۸ کال کې د لوبې تر گټلو وروسته افغانستان ته له خپل مډال سره ستون شو، د هغه د هرکلي له پاره په زرهاو کسان راغلي ول. هغه وخت ولسمشر کرزي نیکپا ته په کابل کې یو کور ډالی کړ. په ۲۰۰۸ کال کې د برونزو د مډال له گټلو سره نیکپا د افغانستان د خلکو له پاره د هڅې او کوښښ په یوه سمبول باندې بدل شو.

تر ۲۰۰۸ کال وروسته ډیری ځوانانو خپل ایښتان د نیکپا په شان جوړ کړل او د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې په حواله د هغه د «فلمي ستایل» تقلید ئې پیل کړ.

نیکپاه د ۲۰۰۸ کال د المپيک لوبې په یادوي او وایي: «کله چې زه بیرته افغانستان ته ستون شوم، خلکو د تیکواندو په اړه لا ډیر معلومات تر لاسه کړل او له دې ورزش سره ئې مینه ډیره شوه. خلکو پر ما ویاړ کاوه او ما ته به ئې مبارکي ویله. زه ډیر خوشحاله شوم چې له کبله مې د افغانستان بیرغ پورته شو.»

نیکپا په ۱۹۸۷ کال کې نړۍ ته راغلی دئ او یوازې دوه کلن وو چې له کورنۍ سره ئې ایران ته کډوال شو. هغه په لس کلنۍ کې تکواندو ته مخه کړه. روح الله نیکپا په ۲۰۰۴ کال کې له خپلې کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستون شو او څلور کاله وروسته ئې د خپل هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د المپیک په لوبو کې د برونزو یو مډال وگاټه. هغه وایي:

«هغه وخت په افغانستان کې سخته جگړه تیره شوې وه او ډیرې ورزشي رشتې پکښې موجودې نه وي. خو له نیکه مرغه اوس په افغانستان کې جگړه کمه شوې ده او ډیری ستونزې هم له منځه تللي دي. تر هغه وروسته چې ما مډال وگاټه اوس ډیر خلک د تکواندو تمرینونه کوي.»

نیکپا وایي چې اوس په افغانستان کې د ورزشکارانو له پاره یو څه امکانات هم رامنځ ته شوي دي: «د المپیک په فدراسون کې موږ د تمریناتو له پاره ځایونه لرو. کیدای شي چې دغه ځایونه د نورو هیوادونو په څیر پر مختللي نه وي خو بیا هم یو څه شته.»

نیکپا په رښتیا هم د هغو ویاړونو لایق دئ چې دې ئې لري. هغه د لندن د المپیک په لوبو کې هم ډیر ښه وځلید. په دې لوبو کې نیکپا یوازې یوه لوبه بایلله خو خپلې نورې ټولې لوبې ئې په ښو نمرو وگټلې.

د هغه وروستۍ لوبه له بریتانیاوي ورزشکار مارتین ستمپر، سره وه. کله چې نیکپا دا لوبه وگټله او د برونزو د مډال خاوند شو نو لومړی ئې په لوړ غږ نعرې ووهلې او بیا یې خپله خولۍ ایسته کړه، به گونډو شو او په ژړا ئې پیل وکړ.

د دې لوبې د لیدو له پاره ډیری افغانان راغلي ول. نیکپا وایي: «زه له ټولو هغو افغانانو څخه مننه کوم چې زه ئې تشویق کړی یم. زه په خاصه توگه له هغو افغانانو څخه مننه کوم چې دلته راغلي او ما تشویقوي دا زما له پاره ډیر ارزښت لري.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض