نیبل په مالي کې د القاعدې له پیاوړي کیدو څخه خبرداری ورکړ
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهاعلان
د المان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل، د مالي په شمال کې د اسلامي سخت دریځو پیاوړي کیدو ته په کتو سره په ټولې افریقا کې د القاعدې د شبکې د پراخیدو خبرداری ورکړ.
نیبل د مالي په پایتخت بماکو کې وویل چې دی په دې خبره مطمئن دئ چې په راتلونکو لسو او یا هم ۱۴ ورځو کې به په بماکو کې د ملي اتحاد یو حکومت رامنځ ته سي.
ده دغه خبره د مالي د مؤقت جمهور رئیس دیون کوندا تراوري، سره د لیدنې کتنې پر مهال وکړه.