1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیبل: افغانستان باید یوازي پري نه ښودل شي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه

د المان د نړیوالو پرمختیایي مرستو وزیر دیرک نیبل، له ټاکل شوي وخت څخه مخکي له افغانستان څخه د نړیوالو سرتیرو وتل د دې هیواد د بیارغاوني بهیر ته سخت ګواښ ګڼي.

https://p.dw.com/p/14M7y
انځور: picture alliance/dpa

له یوې الماني ورځپاڼي سره په مرکه کې نیبل ویلي دي چې له افغانستان څخه د المان او د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو باید د یوه منظم پلان له مخي ووځي که نه نو د هغه په خبره به په افغانستان کې لاس ته راغلي بریالیتوبونه ډیر ژر له لاسه ولاړ شي او د «مرستندویو مؤسسو د کارکونکو» ژوند به له خطر سره مخامخ شي.

د نیبل دغه یادونه وروسته له هغي عنوان شوه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له خپل هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د لړۍ د ګړندۍ کولو غوښتنه وکړه.

د المان د لیبرال دیموکرات د گوند دغه سیاستوال د خپل هیواد له «نایین اوسنابریوکرسایتونګ» نومي ورځپاڼي سره مرکه کړې ده. د هغه مرکه د شنبې په ورځ چاپ شوې ده. نیبل په خپله مرکه کې ویلي دي: «په پرمختیایي مرستو کې موږ هغه وخت بریالي کیدای شو چې د افغانستان حکومت زموږ له پرمختیایي سیاست څخه ملاتړ وکړي او د پروژو د پلي کولو امنیت خوندي وساتي.»

دغه آلماني وزیر زیاته کړې ده: «پرمختیایي مرستي له امنیتي وضعیت سره ټینګ تړاو لري. موږ له بهر څخه یو هیواد ته پرمختګ نه شو وربخښلای بلکې مسئول حکومت سره په دې لاره کې مرسته کولای شو.»

نیبل هیله څرګنده کړې ده چې افغان لوری په دې موضوع باندي پوه وي:« شرط دا دئ چې افعانان وروسته له دې هم د مرستو له پاره غږ وکړي او هغو ته هرکلی ووایي. المان چمتو دئ چې د جنګي سرتیرو له وتلو وروسته هم هغوی ته لاس ورکړي.»

د نړیوالو پرمختیایي مرستو وزیر یادونه کړې ده چې المان له افغانستان سره د اوږدمهالو مرستو له پاره ژمنه لري: «له دې سره موږ د افغانستان خلکو ته د یوې سوله ییزي او سوکالي راتلونکي له پاره هیله ورکوو چې هغوی د دې موقع پیدا کړي چې خپله راتلونکي خپله جوړه کړي.»

تر دې مخکي د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، هم د خپل هیواد د سیاسي کړیو هغه غوښتني ردي کړې وې چې له افغانستان څخه دې ژر تر ژره الماني سرتیري راووځي.

د فرانس پرس له خبري آژانس سره په یوه مرکه کې دیمیزیر ویلي دي: «په داسي یوه موضوع کیدای شي چې د روان میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې خبري وشي نه د اپریل یا می په میاشتو کي.»

هغه د خپلي خبري له پاره یو لړ دلایل وړاندي کړل چې د سرتیرو د راایستلو په اړه باید په پام کې ونیول شي. د المان د دفاع وزیر دغه راز د مي په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د شیکاګو په ښار کې د ناتو سرمشرایزي کې د افغانستان د ماموریت بحث ته هم اشاره وکړه او ویویل چې دیر انتظار باید ونه شي چې هلته دې د وتلو یو مشخص پلان جوړ شي.

دیمزیر وویل: «هلته کیدای شي چې یواځي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغانستان د ماموریت د څرنګوالي په هکله خبري وشي.»

هغه زیاته کړه چې به ۲۰۱۲ کال کې نه شي کیدای چې دا خبره معلومه شي چې په افغانستان کې به په ۲۰۱۵ کال کې څومړه بهیرنیو روزونکو ته اړتیا وي ځکه چې د هغه په خبره لا د هغه وخت شرایط نه دي روښانه.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش