1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نږدې ۲۰۰۰ عراقيان له آلمانه خپل هيواد ته ستانه شوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

د «دي وېلټ ام زونټاک» ورځپاڼې د (GASIM) یا د غیر قانوني مهاجرت د تحلیل او ستراتیژۍ مرکز په حواله رپوټ ورکړی دی چې د تیر کال له سپتمبر راهیسې نږدې ۲۰۰۰ عراقیان په خپله خوښه عراق ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HvBB
انځور: DW/Samih Amri

کله چې له دغو بیرته ستنیدونکو عراقیانو څخه د دوې د بیرته ستنیدو د لامل په هکله پوښتنه وشوه، دوی ویل چې د قاچاقبرانو له خوا چې دوی سره کومې ژمنې شوې وې هغوي نه دي عملي کړي.

«ولټ ام زونټاگ» ورځپاڼي د (GASIM) د ۰۲/۲۰۱۶ د رپوټ په حواله ویلي دي چې «د مناسب استوگنځای نشتوالې، د کاري امکاناتو محدودیت او په نتیجه کې خراب مالي وضعیت او د پناه غوښتنې د دوسیو د څیړل کیدو له سست بهیر څخه نارضایتي هغه لاملونه دي چې یو شمیرعراقي کډوال یې بیرته خپل هیواد ته ستنیدو ته اړ کړي دي.» همدارنگه ځینې کورني لاملونه د هغو له جملې څخه په خپل ټاټوبي کې واده او داسي نور.

د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې ۱۹۷۰ تنه عراقیان له آلمان څخه وتلي دي. د آلمان د دوسلدورف، فرانکفورت ام ماین، او مونشن د ملکي هوایې ډگرونو شمیرې ښیې چې له دغه هیواد څخه عراق ته په داوطلب ډول د بیرته ستندیدونکو مهاجرو په شمیر کې په واضح ډول زیاتوالې راغلې دی.

نوموړي ورځپاڼې د GASIM په حواله لیکلي دي چې «اکثره دغو مهاجرو له آلمان څخه د وتلو پر وخت خپل د سیاسي پناه غوښتنې غوښتنلیکونه بیرته اخیستي دي.» ورځپاڼې زیاته کړې ده چې دا د راتلونکي پورې ارتباط پيدا کوي: «د کډوالو نارضایتي د دې سبب گرځي چې نور عراقي مهاجر هم په خپله خوښه او داوطلبانه ډول له آلمان څخه خپل هیواد ته ستانه شي.»

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په اوس وخت کې ۸۸ سلنه عراقیان د خپل پناه غوښتنې د غوښتنلیک په هکله مثبت ځواب ترلاسه کوي. په ۲۰۱۵ کال کې تر ۱۲۱۰۰۰ ډیرو عراقیانو ته د آلمان په آیالتونو کې د استوگنې ځای او امکانات ورکړل شوي دي. عراق تر سوریې او افغانستان وروسته دریمه درجه هیواد دی چې د مهاجرو لوړ شمیر لري.