1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړۍ د ۲۰۱۳ کال تود هرکلی وکړ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه

د ډيرو خلکو له پاره له زاړه کاله نوي ته د ور داخلېدو مېله پای ته ورسېده. په برلين کي د «براندنبورگ تور» او «بري منار» ترمنځ نزدې يو ميليون انسانانو د نوي کال جشن ولمانځه.

https://p.dw.com/p/17BtZ
انځور: Getty Images

د براندنبورگ دروازې او بري منار تر منځ په دوه کيلومتره ځای کي نزدې يو ميليون راټولو سوو انسانانو په نيمه شپه کي د ۶۰۰۰ زرو اورغورځونکو راکټونو او ۱۱ دقيقې اوربازۍ ننداره وکړه.

دغه جشن چي په نړيواله کچه د نوي کال تر ټولو ستره مېله وه د نړۍ له کوټ کوټ څخه راغلو مېلمنو پکښې برخه اخيستې وه او تر نيمې شپې پوري يو ميليون انسانانو ډانس کاوه.

دغه جشن ته له بېلابېلو هيوادونو څخه هنرمندان هم راغلي ول او د اوربازۍ تر وخته ئې ننداره کوونکي ته سندري وويلې.

په پاريس کي اورباري و نه سوه

په پاريس کي نوی کال له اوربازۍ پرته پيل سو. له کلونو راهيسي د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي اوربازۍ منع سوي دي. سږ کال د امنيتي دلايلو له کبله د «ايفل برج» ستري اوربازۍ هم نه سوې تر سره.

په بريتانيا کي جشن

په بريتانيا کي د نوي کال جشن د دغه هيواد په شمال او جنوب کي ولمانځل سو: په سونو زرو انسانانو د سکاتلند په ادينبورگ او لندن ښارونو کي د نوی کال جشن ولمانځه. د دغه هيواد په پلازمېنه کي نزدې درو سوو زرو انسانانو د اوربازۍ ننداره وکړه.

د لندن ښاروال بوريس جانسون په خبره د ۲۰۱۲ کال د المپيک لوبو او د دغه کال «طلايي جشن» ته په کتو سره به راتلونکی کال هم بختور وي.

د نوي کال لومړۍ او وروستۍ لمانځنه

هغه هيوادونو تر ټولو دمخه نوی کال پيل کړ، چي سمندر ته نژدې پراته دي. په استراليا کي نوی کال تيره ورځ د آلمان پر وخت د ورځي پر دوې بجې پيل او اوربازۍ وسوې. وروسته دغه سلسله په اسيايي هيوادونو کي پسې پيل سوه، چي وروسته بيا اروپا، افريقا او امريکا ته وغځېده.

د دغه کال ترټولو وروستۍ اوربازۍ د سه شنبې په ورځ د مرکزي اورپا په وخت د ورځي پر يوولسو بجو د امريکا متحده ايالاتو په هوايی ايالت کي تر سره سوه او هلته هم نوی کال پيل سو.