1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړۍ د اقليم ساتني د کنفرانس څخه واضع پرېکړي غواړي

۱۳۸۶ آذر ۲۱, چهارشنبه

د جرمني د چاپېريال ساتني وزير Sigmar Gabriel د متحده ايالاتو پر هغه موقف باندي انتقاد وکی چي د اقليم ساتني د نوي تړون په باب به کم مشخص مکلفيتونه ونه مني.

https://p.dw.com/p/DKGg
د جرمني د سوسيال ډيموکراټ د ګوند سياستوال Sigmar Gabriel
د جرمني د سوسيال ډيموکراټ د ګوند سياستوال Sigmar Gabrielانځور: AP

د جرمني د سوسيال ډيموکراټ د ګوند دغه سياستوال په بالي کي وويل، چي نړۍ د اقليم ساتني د کنفرانس څخه واضع پرېکړي غواړي. ددې خبري ضرورت دی چي تر 2050 کاله پوري د مضره ګازونو انتشار نيمايي ته راکښته سي.

ګابريل وايي، ترڅو د دې هدف ته ورسېدلای سو يوازي بايد صنعتي هيوادونه تر 2020 کاله پوري د کاربن دايکسايډ اندازه تر 30 فيصدو پوري را کمه کي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ددې برعکس شک ښکاره کی، چي په کنفرانس کي دي مشخص هدفونه و ټاکل سي.

اوس مهمه داده چي د Kyoto د عوضي تړون په باب معامله وسي. بان کي مون پر برخه اخيستونکو دولتونو باندي ږغ وکی، چي تر 2009 ميلادي کاله پوري يوې موافقې ته سره ورسيږي.