نړۍ به ۲۰۱۱ کال کې
۱۳۹۰ دی ۹, جمعهد جنوري د میاشتې لومړۍ نیټه
استونیا د اروپایي اتحاديي د ۱۷ هیواد په توګه د یورو د پولي حوزي غړی شو.
د جنورې د میاشتې ۹مه نیټه
یوه ایرانۍ الوتکه د دغه هیواد به جنوب غرب کې وغورځیده. په دغې پیښې کې په الوتکې کې ۷۷ سپاره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د جنورې د میاشتې ۱۲مه نیټه
د بارانونو له کبله په رویدو ژینیرو کې څه نا څه ۹۰۰ کسان ووژل شول.
د جنورې د میاشتې ۱۴مه نیټه
د تونس ولسمشر، زین العابدین بن علي د خپل هیواد له قهر او غوسې سره مخامخ شو. په تونس کې خلکو په پاڅون لاس پورې کړ. دا په د عربي پسرلي پیل وو. هغه د یوې میاشتې اعتراضونو او د ۲۰۰ کسانو تر وژل کیدو وروسته د ولسمشر د څوکۍ پریښودو ته اړ شو.
د جنورې د میاشتې ۲۴مه نیټه
د روسې په هوايي ډګر کې یوه ځانمرګي برید ۳۷ کسان ووژل او ۱۷۳ نور یې ټپیان کړل.
د فبروري د میاشتې ۱۱مه نیټه
د مصر ولسمشر، حسن مبارک، د ۱۸ ورځو مظاهرو وروسته له خپلې دندې څخه ګوښه شو. فیلد مارشال حسین طنطاوي چې د مصر د وسلوالو ځواکونو د شورا مشر وو د دغه هیواد واک په لاس کې واخیست.
د فبروري د میاشتې ۲۲مه نیټه
د حکومت په وړاندې د مظاهرو وروسته الجزایر په دغه هیواد کې ضطراري حالت له منځه یووړ.
د فبروري د میاشتې ۲۲مه نیټه
په نیوزلند کې یوې زلزلي ۱۸۱ کسان ووژل.
د فبروري د میاشتې ۲۵مه نیټه
په لیبیا کې د بن غازي ښار د شورشیانو په یوه قوي مرکز بدل شو.
د مارچ د میاشتې لومړۍ نیټه
د آلمان د دفاع وزیر، کارل تیودوڅوګوتنبرګ، وروسته له هغې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه چې معلومه شوه هغه د خپلې دوکتورا په جوړولو کې د نورو کسانو له اثارو څخه کار اخیستې وو.
د مارچ د میاشتې ۱۷مه نیټه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لیبیا پر هوایي قلمرو د الوتنو بندیز ولګاوه او له دې سره په لیبیا کې د ناټو د پوځې عملیاتو لپاره لاره اواره شوه.
د اپریل د میاشتې دوهمه نیټه
د مالتا او لامپیدوسا په اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله د ۲۰۰ تنو څخه ډیر کسان ووژل شول.
د اپریل د میاشتې ۱۱مه نیټه
فرانسې په عامو سیمو کې د چادرۍ د اچولو د منع کولو لپاره یو قانون تصویب کړ.
د اپریل د میاشتې ۲۱مه نیټه
سورې د ۴۸ کلونو وروسته په دغه هیواد د ضطراري حالت قانون لغوه اعلان کړ.
د اپریل د میاشتې ۲۹مه نیټه
د بریتانیا شهزاده ویلیام له کاترین میدلتون سره خپل واده ولمانځه. د هغوی د واده مراسم په نړۍ کی په میلیونونو انسانانو د تلویزیون له لارې په مستیم ډول ولیدل.
د مې د میاشتي دوهمه نیټه
د القاعدې شبکې مشر، اسامه بن لادن، د امریکایې کوماندو سرتیرو د یوه عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پلازمینې ته نږدي ووژل شو. امریکایانو د اسامه بن لادن مړی په سمندر کې ډوب کړ.
د مې د میاشتې ۱۴مه نیټه
د نړیوال وجهي صندوق مشر، شتراوس کان، د جنسي تیري په تور په نیویارک کې ونیول شو.
د مې د میاشتې ۲۶مه نیټه
صربۍ جنرال، راتکو ملادیچ، د ۱۶ کلونو وروسته په صربستان کې ونیول شو. هغه د بوزنیا په جګړې کې په بشرې جنایتونو تورن وو.
د جون د میاشتې لومړۍ نیټه
علي عبدالله صالح، د یمن ولسمشر، د مظاهره کوونکو د یوه توغندې برید سره ټپي شو. هغه د درملنې لپاره سعودي عربستان ته واستول شو.
د جون د میاشتې ۴مه نیټه
متحده ایالاتوو د همجنسانو تر منځ د واده کولو اجازه صادره کړه.
د جون د میاشتې ۲۸مه نیټه
کریستین لګار د نړیوال وجهي صندوق د مشر په توګه وټاکل شو.
د جولای د میاشتې لومړۍ نیټه
په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر پیل شو. د پلان له مخې به دغه بهیر د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې بشپړ شي.
د جولای د میاشتې ۱۰مه نیټه
په روسیې کې د یوې بیړۍ د ډوبیدو له کبله ۱۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د جولای د میاشتې ۱۲مه نیټه
د افغان ولسمشر ورور، احمد ولي کرزی، د خپل یوه ساتونکې له خوا ووژل شو. ولي کرزی د کندهار د ولایت د ولایتي شورا مشر وو.
د جولای د میاشتې ۱۳مه نیټه
د درو ځای پر ځای شوو بمونو د چاودنې له کبله په ممبیې کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۱۳۰ نور ټپیان شول.
د جولای د میاشتې ۱۷مه نیټه
جاپان د ښځینه فټبال په سیالیو کې امریکا متحده ایالاتو ته په ماتې ورکولو سره د نړی اتله لوبډله شوه. دغه سیالۍ په آلمان کې تر سره کیدلې.
د جولای د میاشتې ۲۲مه نیټه
په ناروې کې وروسته له هغې ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې یوه کس د یوې غونډې په ګډونوالو ډزې وکړې او په اوسلو کې یې دوه ځای پر ځای شوي بمونه وچاول. پولیسو د دغې پیښې عامل ونیوه.
د جولای د میاشتې ۲۳مه نیټه
د ایمي واین هاوس مړې د هغې په کور کې پیدا شو. هغه د ډیر الکول او مخدره موادو د استعمال په پایلې کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اګست د میاشتې ۱۰مه نیټه
د پاکستان په جنوب کې موسومې بارانونو ۴۸۶ کسان ووژل، ۷۵۳ نور کسان یې ټپې کړل او ۹۳۰۰۰۰ نور کسان یې له خپلو کورونو څخه بې ځایه کړل.
د سبتمر د میاشتې ۱۷مه نیټه
یو ډله خلکو د نیویارک د ښار په میدان کې خیمې ووهلې او د «والستریت اشغال کړی» تر شعار لاندې یې مظاهرې په لاره واچولي. د دغه مظاهرو څخه په نړۍ کې ډیر شمیر نورو کسانو هم تقلید وکړ.
د اکتوبر د میاشتې ۵مه نیټه
د اپل د کمپنې مشر، سیف جابس، د سرطان د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغه مړينې په نړۍ کې ډیرې خلک خواشینې کړل.
د اکتوبر د میاشتې ۷مه نیټه
د ۲۰۱۱ کال د نوبل د سولې جایزه درې میرمنو ته ورکړل سوه. دغه میرمنې د لایبریا ولسمشره، جهانس سیرلیف؛ د دغه هیواد د بشري حقونو فعاله، لیماګباوي او د یمن د سولې د ټینګښت فعاله توکل کارمن وي.
د اکتوبر د میاشتې ۱۸مه نیټه
اسراییلو د ګلعاد شالیت د آزادۍ په مقابل کې ۱۰۲۷ فلسطینې زندانیان آزاد کړل.
د اکتوبر د میاشتې ۲۰مه نیټه
معمر القذافي د لیبیا د پاڅون کوونکو لخوا ووژل شو.
د اکتوبر د میاشتې ۲۳مه نیټه
په ترکیې کې یوې زلزلې ۶۰۴ کسان ووژل او په زرګونه نور کسان یې بې کوره کړل.
د اکتوبر د میاشتې ۲۷مه نیټه
د اروپایې ټولنې مشرانو په خپلې غونډې کې د اروپا د مالي بحران د له منځه وړلو له پاره یو پلان تصویب کړ.
د اکتوبر د میاشتې ۳۱مه نیټه
د ملګرو ملتونو کلتوري مؤسسې، یونسکو، فلسطین د خپل مستقل عضو په توګه وپیژند.
د نومبر د میاشتې ۱۲مه نیټه
سیلوا برلاسکونې، د ایټالیا صدراعظم، له خپلې دندې څخه ګوښه شو.
د نومبر د میاشتې ۲۳مه نیټه
د یمن ولسمشر، علي عبدالله صالح، ومنله چې واک یوې مؤقتې ادارې ته وسپاري.
د نومبر د میاشتې ۲۶مه نیټه
د ناټو د یوه هوایي برید په پایله کې ۲۴ پاکستان سرتیرو څپل ژوند له لاسه ورکړ. دغې پیښې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې تر بل هر وخت خړې کړې.
د نومبر د میاشتې ۲۷مه نیټه
د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوریې تحریمونه وضع کړل او له دغه هیواد څخه یې وغوښتل ترڅو د دغې ټولنې ناظرانو ته د سوريې د حالاتو څخه د کتنې اجازه ورکړي.
د نومبر د میاشتې ۲۹مه نیټه
ایراني زده کوونکو په تهران کې د بریتانیا سفارت وروسته له هغې چپاول کړ چې دغه هیواد اعلان وکړ چې له ایران سره به خپلې ټولې بانکې معاملې بندې کړي.
د دسمبر د میاشتې ۴مه نیټه
په روسیې کې د دغه هیواد په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو د شتون د تورونو له کبله لاریونونه په لاره واچول شول.
د دسمبر د میاشتې ۵پنځمه نیټه
د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په هکله یو نړیوال کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د ۱۰۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو. په دغه کنفرانس کې نړیوالې ټولنې افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې د مرستو ژمنه وکړه.
د دسمبر د میاشتر ۶مه نیټه
د افغانستان په کابل او مزارشریف ښارونو کې د عاشورا په ورځ بریدونه ترسره شول چې په پایلې کې یې ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دسمبر د میاشتې ۱۶مه نیټه
متحده ایالاتو په عراق کې د خپلې وروستې پوځې اډې کنترول هم عراقیانو ته تسلیم کړ.
د دسمبر د میاشتې ۱۸مه نیټه
د یوې بیړۍ د ډوبیدو په پایله کې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه کسان استرالیا ته د سفر په حال کې ول. په وژل شوو کسانو کې افغانان هم شامل ول.
د دسمبر د میاشتې ۱۹مه نیټه
شمالي کوریا اعلان وکړ چې د دغه هیواد مشر، کیم جونک ایل، د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم