1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال ځواکونه: په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی

۱۳۹۰ مهر ۸, جمعه

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لوري خپاره شوي نوي ارقام د تاوتریخوالي په پیښو کې کموالې ښیې. خو د ملګرو ملتونو له لوري په یوه راپور کې بیا ویل شوي ول چې د تیر کال په پرتله په جګړو او بریدونو کې ډیروالې راغلی

https://p.dw.com/p/12jXj
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو رپورټ دوه ورځې وړاندي خپور شوی وو چې د خپریدو وروسته یې د ناټو له لوري سمدلاسه مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو ترڅو په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه خپل ارقام وړاندي کړي.

دغه کار د دې ویندوي کوي چې د نوموړي سازمان لپاره د افغانستان جګړه څومره حساسه شوي.

د ناټو له لوري د پنجشنبې په ورځ د خپارو شويو ارقامو له مخې د تیر کال په پرتله په لمړیو اتو میاشتو کې د اورپکو په بریدونو کې دوه سلنه ټیټوالې راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له لوري په خپور شوي رپورټ کې ویل شوي ول چې هره میاشت د جګړو او بریدونو په شمیر کې کابو ۴۰ سلنه ډیروالې راغلی.

خو نړیوال ځواکونه د دواړو سروې ګانو تر منځ د مختلفو میتودونو څخه د استفادې خبره کوي. د ناټو په وینا د ملګرو ملتونو رپورټ په لویه امنیتي ساحه کې پیښې رانغاړي، خو ناټو د دغسې څه راپور نه ورکوي.

په هر حال دواړه خواوی دا خبره تایدوي چې طالب اورپکې د مقاومت وړتیا لري، دا پداسې حال کې ده چې امریکا دا ادعا کوي چې دوي په جنوب کې، کوم چې د طالبانو پوخ سنګر ګڼل کیږي د اورپکو پر وړاندې پرمختګ کړی.

خو اورپکو په شمال او لویدیځ کې نوې جبهې پرانیستي او په پلازمنیې کابل کې په لوړه کچه د ځانمرګو بریدونو د تر سره کولو سربیره د افغانستان په ختیځ کې یې هم په خپلو بریدونو کې ډیروالی راوستی.

د اورپکو له لوري د مقاومت دغه وړتیا دا پوښتنه راولاړوي چې افغان دولت او لویدیځوال ملګرې یې پر امنیت باندي ټینګ برلاسي دي او یا دا چې افغان ځواکونه به وکولای شي چې خپله د خپل هیواد امنیت ټینګ کړي او که نه؟

ناټو په خپل کنفرانس کې ویلي دي چې د مخامخ جګړې پر ځای وسله وال د سرک د غاړې په بمونو ایښودولو باندې ډیره تکیه کوي چې په کې ۲۵ سلنه ډیروالی راغلی.

د نړیوالو ځواکونو ویاند، کارسټن یاکوبسن، ویلي چې د جون د میاشتې څخه تر اګست پوري د تیر کال په پرتله په مخامخ جګړه او بریدونو کې ۳۰ سلنه کم والی راغلی.

نوموړی وایي چې نړیوال ځواکونه او ملګري ملتونه باید خپل رپورټونه سره پرتله کړي چې دغه ارقام څنګه ترتیب شوي.

هغه زیاتوي چې دا په دې معنی نه ده چې په دې اړه کومه شخړه یا تضاد موجود دی. هغه زیاته کړي چې په ارقامو کې توپیر په دې معنی دی چې ملګري ملتونه او ناټو معینو پیښو ته د معینې زاويو څخه ګوري.

ازانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش