نړیوال وجهي صندوق ښايي يونان ته ۲۸ مليارده يورو نوی پور ورکړي
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهاعلان
د نړیوال وجهي صندوق مشري کرستينه لاگارد، ويلي دي چي ښايي نوموړي نړیواله اداره يونان ته د ۲۸ ملياردو يورو نوي پورونه ورکړي دي. لاگارد په واشنگټن کي د خبرو پر وخت ويلي دي چي دغه نوي پورونه به څلور کلنی ميعاد ولري او دا چي دا د يونان د اقتصادي ژغورني د دويم پړاو برخه ده.