نړیوال وجهي صندوق په هسپانيه کي د بانکونو د ريفورم اعلان ستايلی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبهاعلان
نړیوال وجهي صندوق د هسپانيې په هيواد کي د بانکونو د ريفورم ستاينه کړې ده. د نوموړې نړیوالې ادارې رئيسي کريستين لاگارد په واشنگټن کي ويلي دي چي د نوو ريفورمونو په مرسته به د هسپانيې د بانکونو د سيستم کمزورياني ليري سي.
لاگارډ زياته کړې ده چي د دغو اصلاحاتو په ترڅ کي به د هسپانيې د بانکي نظام په شفافيت کي زياتوالی هم راسي. د نوموړې په وينا ښايي دا د دې وجه هم سي چي د هسپانېې پر وړاندي د اقتصادي بازارونو اعتبار زيات سي او دا کار د اقتصادي پرمختگ سبب وگرځي. هسپانيه چي د يورو پول واحد غړی هيواد دئ پکښي بې روزگاري خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.