نړیوال وجهي صندوق د یورو زون په اړه اندیښنه څرگنده کړه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعهاعلان
د نړیوال وجهي صندوق مشرې کرستین لاګارډ، د یورو د حوزې په هلکه اندیښنې څرګندې کړي دي. نوموړې په واشنګټن کې وویل چې د یورو د حوزې بې ثباتي اوس هم نړیوال اقتصاد ته د خطر یوه سرچینه ده. لاګارډ زیاته کړه چې د وضعې د ښه والي او د یورو د هیوادونو د پراخو اقداماتو پرته، اوس هم خطر له منځه نه دئ تللی.
د اروپا د پورونو بحران او په نړۍ ئې د اغیزو ګواښونه به د جمعې له ورځې څخه په واشنګټن کې د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک تر منځ د جوړیدونکي غونډې مهمه موضوع وي. د دې سربیره به د نړیوال وجهي صندوق له خوا د پورونو د پراخولو پر موضوع هم خبرې وشي.