نړیوال مشران د سوریې د قدرت د انتقال پر بهیر سره راضي شوي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبهد ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان ویلي دي چې نړیوال مشران په سوریه کې د یوه انتقالي دولت په جوړیدو راضي شوي دي. عنان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د نوي دولت دنده به په سوریه کې د روان تاو تریخوالي راکمول وي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې په دغه نوي دولت کې ښایې د اسد د رژیم چارواکي او د مخالفینو استازي گډون ولري. پر دغه خبره باندې ټول نړیوال مشران چې د شنبې په ورځ په جینوا کې سره راټول شوي وو، هوکړه کړې ده. خو روسیه او چین په نوي حکومت کې د بشارالاسد د رول پر سر له اوس هم له لویدیځ سره په تضاد کي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن ویلي دي چې هغوی په دغه نوي دولت کې د بشارالاسد له پاره کوم ځای نه ویني، خو روسیه او چین پر دې خبره ټینگار کوي چې دا په سوریې پورې تړلې ده چې دغه پلان څرنگه پر مخ بیایي.