1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوالو کړکیچونو د وسلو تجارت پراخ کړی

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

د سولي څېړنیز انستیتوت (سيپري) په نړۍ کې د وسلو د تجارت په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي. د وسلو مهم صادرونکي: امریکا تر روسیې مخکي دی. د وسلو اصلي رانيونکي په آسیا او منځني ختیځ کې دي.

https://p.dw.com/p/1Hzhg
انځور: picture-alliance/empics

لس ورځي دمخه د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د روسيې لومړي وزیر دیمیتري مدویدیف، وویل چې نړۍ د یوې نوي سړې جگړي له گواښ سره مخامخ ده. په اوکراين او منځني ختیځ کې همدا اوس جگړه روانه ده. په ختیځ آسیا کې د چین تهاجمې حضور گاونډیان اندیښمن کړي دي. همدارنگه په سویلي آسیا کې د هند او پاکستان تر منځ شخړه همداسې پر خپل حال باقي پاته ده.

په عین وخت کې په نړیواله کچه د ترهگرۍ خطر هم پر ډیریدو دی. که له یوې خوا د نړۍ امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی، له بلې خوا د وسلو د تجارت بازار هم گرم دی.

په ستاکهولم کې د سولې نړیوال څېړنیز انستیتوت (سيپري) له خوا د خپاره شوو وروستیو ارقامو پر بنسټ د دې له پاره چې په نړیواله کچه د وسلو او تجهیزاتو لوې دفاعي تړونونه پرتله کړي د سپري کارپوهانو د پنځو کلونو په موده کې په نړیواله کچه د وسلو صادرات څیړلي دي. په تیرو پنځو کلونو کې په نړیواله کچه تر هغې مخکې پنځو کلونو په پرتله د وسلو په صادراتو کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په منځني ختیځ کې د وسلو او کړکېچ زیاتیدل

تر ټولو ډیري وسلې آسیا او د منځني ختیځ بحراني سیمو ته صادر شوي دي. د سپري د رپوټ پر بنسټ د فارس خلیج او منځني ختیځ بحراني سیمو ته د درنو وسلو په صادراتو کې ۶۱ سلنه ډېرښت راغلی دی.

له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یوازي هندوستان له سعودي عربستان څخه چې ۳۰ میلیونه نفوس لري ډیري وسلې وارد کړي دي. د تیلو د غني زیرمو درلونکی هیواد یعنې سعودي عربستان  له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰م کاله پورې نږدې ۳ برابره ډیري وسلې رانیولي دي.

متحده عربي امارات له خپل پنځه میلیونه نفوس سره د وسلو رانیونکو هیوادونو په کتار کې په څلورم مقام کې ځای نیولي. همدارنگه ترکیه د نړۍ د وسلو شپږم واردونکی هیواد دی.

دغه پرمختگ د سپري کارپوه پيټر ویثیمن له پاره زیات حیرانونکې نه وو. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې  دغه سیمه د کړکیچ تر سلطې لاندی ده، هم په داخل کې او هم د هیوادونو تر منځ. هغه زیاته کړه: «د سیمې دغه هیوادونه د وسلو د خریدارۍ له پاره ډیره بودیجه ځانگړې کوي، خو اوس چې د تیلو بیې راکښته شوي دي دغه وضعیت به هم تغییر وکړي. سربیره پر دې دغه هیوادونه پخپله د وسلو جوړولو صنعت نه لري له همدې امله مجبوره دي چې پر نړیوالو بازارونو تکیه وکړي.»

مکسیکو په تیرو پنځو کلونو کې تر هغه مخکي پنځو کلونو(۲۰۰۶-۲۰۱۰) په پرتله د خپلو وسلو واردات درې برابره زیات کړي دي. په دغه هیواد کې د نشه یې توکو د جگړې په پایله کې د اټکل له مخې په تیرو لسو کلونو کې ۱۰۰ زره انسانان وژل شوي دي. پیټر ویثیمن وایې چې مکسیکو د نورو تر څنگ د زرې موټرو د خبریدارې په برخه کې ډیره زیاته پانگونه کړې. د وسلو د قاچاق دغه کارپوه زیاتوي: «هغه نقلیه وسایط چې د ټوپک او ماشیندار په مقابل کې مقاومت لري، خو راکیټ یې ویجاړوي.»

امریکا: د وسلو تر ټولو لوې صادرونکی

امریکا متحد ایالات په نړۍ کې د پوځي تجهیزاتو او وسلو د صاردراتو دریمه برخه په لاس کې لري. د دغه هیواد د وسلو صادرات ۲۷ فیصده زیاته شوی ده. امریکا متحد ایالات په ځانگړي توگه په منځني ختیځ کې د بحراني سیمو د وسلو اړتیا پوره کوي، چې تر ټولو لوی پيریدونکی یې سعودي عربستان دی. په نړیواله کچه د وسلو پيرودونکو هیوادونو کې متحده عربي امارات په دویم او ترکیه په دریم مقام کې ځای لري. 

د وسلو ۱۰ مهم صادرونکي

په نړۍ کې د وسلو د صادراتو یو پر څلورمه برخه له روسیې څخه ترسره کیږي. د دغه هیواد د وسلو تر ټولو مهم پیردونکي په چین، هند او ویتنام کې دي. همدارنگه چین د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰م کال په پرتله خپل د وسلو صادرات نږدې دوه برابره زیات کړي دي. چین په نړۍ کې د وسلو د صادراتو له ۶ سلنه درلودلو سره دریم مقام لري. دغه هیواد پر پاکستان، بنگله دیش او میانمار وسلې پلوري.

له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې لویدیځ اروپایې هیوادونه لکه فرانسه، آلمان، بریتانیا، هسپانیا او ایټالیا په مجموع کې د نړۍ د وسلو صادراتو دریمه برخه په لاس کې لري. په دې موده کې د فرانسې د وسلو د صادراتو اندازه لس سلنه کمه شوې ده، آلمان بیا د خپلو وسلو صادرات سم نیمایې ته راکښته کړي دي.