1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیرس خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون

۱۳۹۵ مهر ۹, جمعه

نړیوال مشران بیت المقدس ته راغلي چې د اسرائیلو د پخواني ولسمشر شیمون پیرس د خاورو سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي. د فلسطین ولسمشر محمود عباس چې له پیرس سره یې د سولې یو تړون لاسلیک کړی وو، د ګډونوالو په ډله کې دی.

https://p.dw.com/p/2Ql76
Israel Beisetzung Shimon Peres
انځور: Reuters/A.Awad

پولیسو د جمعې ورځې تر مراسمو مخکې د بیت المقدس ښار مرکز ته رسیدونکي واټونه تړلي ول. د پیرس تابوت د اسرائیلو له پارلمان څخه ملي ملکي هدیرې ته ولیږدول شو.

په دغو مراسمو کې ډیرو کسانو ګډون کړی وو. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغو مراسمو کې ۲۰ ولسمشرانو او ۱۵ د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو. د مراسمو په ګډونوالو کي د فلسطينيانو مشر محمود عباس هم شامل وو.

د اسرائیلو ولسمشر بنیامین نتانیاهو، د شیمون پیرس ستاینه وکړه او ویې ویل: «شیمون یو هدفمند ژوند لاره.»

هغه زیاته کړه: «هغه ډیري بریاوي ترلاسه کړي وې. هغه د اسرائیلو یو ستر وګړی وو. هغه د نړۍ یو ستر وګړی وو. اسرائیل د هغه په مړينه خواشيني دي. نړۍ د هغه عزاداري کوي. خو موږ او نړۍ د هغه په میراث کې هیله موندي.»

پیرس په ۱۹۹۰م کال کې له فلسطیني مشران سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه. هغه د چهارشنبې په ورځ په ۹۳ کلنۍ کې د زړه د حملې له کبله ومړ.