1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوالو د ترکیې پر هوایي ډګر برید وغنده

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

نړیوالو مشرانو د استنابول په اتاترک نړیوال هوایي ډګر باندې تر سره شوي درې ځانمرګي بریدونه وغندل. ترکیې د دغه برید بړه پر اسلامي دولت ترهګري ډلې اچولې ده چې په پایله کې یې ۳۶ کسان ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1JFK3
Türkei Explosionen und Schüsse am Flughafen in Istanbul
انځور: Reuters/M. Sezer

سپینې ماڼۍ د شه شنبې دغه «فجیع ترهګر بریدونه» وغندل چې د نړي پر یو ډیر مصروفه هوایي ډګر ترسره شوي دي.

له بلې خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، تر چاودونو وروسته د ترهګري پر ضد د یوې ګډې نړیوالې مبارزې غوښتنه وکړه. دغه ځانمرګي بریدونه د اتاترک هوايي ډګر دننه او هغه ترمینل ته نزدي شوې دي چې نړیوال پروازونه ورته ورسیږي.

د رپوټونو په حواله درې برید کوونکي په ټکسي کې هوایي ډګر ته ورسیدل او د ترمینل پر دروازه یې ډزې پیل کړي. درې واړو بیا په سیمه ییز وخت د لسو بجو په شاوخوا کې ځانونه والوزول. د وژل شویو کسانو په ډله کې بهرنيان او پولیس هم شامل دي.

ترکي چارواکو ویلي دي چې یوه برید کوونکي ځان د تلاشي سیمې ته نزدې الوزولی، دویم برید کوونکي له ترمینل څخه بهر چاودنه کړې او دریم بیا د موټرو د پارکینګ په سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدونکې ویدیو چې له امنیتي کمرې څخه اخیستل شوې ده، دوه چاودنه ښيي. په یوې ویدیو کې د ترمینل په دخولي دروازه کې چاودنه کیږي، او بله ویدیو بیا برید کوونکي د ځان تر الوزولو مخکې پر ځمکه د لویدلو په حال کې ښيي.

یوې عیني شاهدې هاوین زیني، چې له خپلې کورنۍ څخه د آلمان له دوسلدورف ښار څخه د اتاترک هوایي ډګر ته رسیدلې وه، وویل: «پر ځمکه وینه وه. هر څه الوزول شوي وو. که موږ دوه دقیقې مخکې رسیدلې وای، نو کیدای شوای موږ د برید قربانیان وای.»

د دایګو په نوم یوې بلې ښځې چې تازه له آلمان څخه ترکیې ته رسیدلې وه وویل چې هغې د چاودنې تر اوریدو وروسته، ځان پر ځمکه وغورځاوه: «ټولو منډې وهلې. ټول په وینو او د نورو د بدن په غړو ککړ وو. ما په دروازه کې د مرمیو سوري ولیدل.»

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، هم دغه برید غندلی دی او د برید له قربانیانو سره یې خپله همدردي ښوولې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د برید کوونکو د پیژندنې او قانون ته د هغوی د سپارلو غوښتنه کړې ده.

که څه هم تر اوسه پورې کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو ترکي چارواکو ویلي دي چې تول شواهد د اسلامي دولت ترهګرې ډلې ته اشاره کوي.