نړيوال وجهي صندوق مالي ته کريدت ورکوي
۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سهشنبهمالي له نړيوال وجهي صندوق څخه ۱۸،۴ميلیونو ډالره عاجل کریډت تر لاسه کوي. دغه تصمیم د دغه صندوق ریاست د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کښي ونیوی. وجهي صندوق وايي، چي په دې وسیله به د لوېديځي افریقا د دغه هیواد اقتصاد ثبات پیداکړي. دغه پيسې به د حکومت ټولي اړتياوي پوره نه کړي، خو دا به په مالي کښي د نورو پيسو ورکوونکو هيوادو له پاره یوه ښه سیګنال وي. د نړيوال وجهي صندوق په حواله، له مالي هيواد سره به دغه راز جهاني بانک، د افریقا پرمختیايي بانک او فرانسې له خوا هم مالي مرستي وسي. مالي هيواد له تقریباً دوو اونیو راهیسي د فرانسوي عسکرو په ملاتړ د هيواد په شمال کښي د اسلامي یاغیانو پر ضد جنګیږي. ياغيانو د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کي تر نظامي کودتا وروسته دغه سیمه تر خپل کنترول لاندي راوستې ده. تر کودتا وروسته نړيوال وجهي صندوق د ۴۶،۳ ميلیونو ډالرو په ارزښت منل سوی کریډت بیرته واخیست.