نړيوال وجهي صندوق د افغانستان سره خپلي مرستي بيا پيل کړې
۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبهد نوي تړون له مخي به اوس افغانستان ته د هغو ۱۰۰ميليونو ډالرو په ګدون چي د روان کال په سر کي د پيسو د نړيوال وجهي صندوق لخوا بندي سوي وې ۲۰۰ميليونه ډالر ورکړل شي.
د پيسو نړيوال وجهي صندوق ويلي چي په عاجل ډول به افغان دولت ته ۱۸،۹ ميليونه ډالر ورکړي. د افغانستان د ماليې وزير، حضرت عمر زاخيلوال، د يوې بيانيې په ترڅ کي ويلي چي اوس د افغانستان نړيوال مرسته کوونکي کولای سي، چي په افغانستان کي خپلي پروژې بيا پيل کړي.
د پيسو نړيوال وجهي صندوق د ۲۰۱۰کال په سپتمبر مياشت کي افغانستان ته خپلي قرضې په کابل بانک کي د مالي جنجالونو له کبله ودرولې. اوس مهال افغان حکومت، د پيسو نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک د کابل بانک د معاملو څخه ليدنه کوي. د افغان چارواکو په خبره کابل بانک به د ۲۰۱۲کال په جريان کي وپلورل شي.
د پيسو نړيوال وجهي صندوق وايي چي افغانستان ته د خپل نوي پروګرام په ترڅ کي به له دغه هيواد سره تر ۲۰۱۴کال پوري مرستي وکړي. په دغه کال کي به افغانستان څخه ټول بهرني پوځيان ووزي او د دغه هيواد امنيتي چاري به افغانانو ته وسپاري.
د راتلونکو درو کلونو په ترڅ کي به نه يوازي د افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووزي، بلکي همدا راز به دغه هيواد ته نړيوالي مرستي هم را کمي شي.
په همدې حال کي د انګلستان د بهرنيو چارو وزير، اندريو ميچال، ويلي دي، چي د پيسو د نړيوال وجهي صندوق پريکړه په افغانستان کي د امنيت د انتقال بهير په پروسه کي يو پرمختګ بلل کيږي. ميچال زياته کړي چي دا په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندي د مبارزې پای نه دئ.
د پيسو نړيوال وجهي صندوق له افغان حکومت څخه غواړي چي د کابل بانک سرمايي بيرته راټولي کړي او په هيواد کي د دغه بانک په شان د مالي جنجالونو د رامنځ ته کيدو څخه مخ نيوی وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل