1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال ايتلاف د ليبيا پر پوځي اډو حمله وکړه

۱۳۸۹ اسفند ۲۹, یکشنبه

په پاريس کي د نړي د مشرانو تر يوې غوڼدي وروسته په ليبيا کي د قذافي د رژيم د ځواکونو پر ضد په پوځي اقدام لاس پوري شو. لويديځو متحدينو حملو هر کلي کړی. قذافي دا حملې د صليبي جګړې په نامه يادي کړي. چين هم نيوکي کړي.

https://p.dw.com/p/RAt4
پر ليبيا باندي د کروز توغندۍ و توغول سوې
پر ليبيا باندي د کروز توغندۍ و توغول سوېانځور: dapd/U.S. Navy

له دې څخه د فرانسي ولسمشر نيکولای سارکوزي په داسي حال کي چي د ليبيا هوايي قلامرو ته فرانسوي الوتکي پرون ننوتي وې، په پاريس کي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي خبر ورکړ.

هغه وویل:« سر له همدا اوس څخه زموږ جنګي الوتکي به د بنغازي په ښار کي د پاڅون کونکو پر ضد د حملو مخه ونيسي. د فرانسې نوري الوتکي د تيارسي په حال کي دي ترڅو له ولسي وګړو ساتنه وکړي»

له دغه اعلان څخه لا ساعتونه تير شوي نه ؤ چي د فرانسي جنګي الوتکو او د امريکا متحده ايالاتو ميزايلونو په ليبيا کي د معمر القدافي د رژيم پر پوځي اډو باندي بريدونه وکړل.

د نوو رپوټونو له مخه د لويديځو متحدينو حملې اوس د ليبيا پلازميني طرابلس ته هم ځير سوي دي. له هغه ځاي څخه نن سهار د دود او لوخړو د پورته کيدو رپوټ ورکړل شوي دي.

په بنغازي باندي د بريتانيا او فرانسي الوتکو په الوتنو او حملو لاس پوري کړ. د ليبيا تلويزيون تر اوسه پوری د 48 کسانو د وژل کيدو خبر ورکړي دي.

د ليبيا د رژيم مشر قذافي د لويديځو متحدينو دغه حملې د صليبي جګړې په نامه يادي کړي دي او اعلان وکړ چي، ولسي وګړي به په وسلو سبمال کړي تر څو د دغو حملو په وړاندي ودريږي.

Militäreinsatz in Libyen hat begonnen Britische Air-Force-Flugzeuge landen in Zypern Flash-Galerie
انځور: dapd

په دغو حملو کي فرانسي، بريتانيا، امريکا متحده ايالاتو او کانادا ګډون کړی دی. په دې منځ کي قطر هم اعلان کړی چي د لويديځو متحدينو په حملو کي ګډون لري.

په لبيا کي د قذافي د رژيم پر ضد په پوځي اقدام وروسته له هغه لاس پوري شو چي، د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ليبيا په هوايي قلمرو کي د نه الوتني بننديز ولګاوه.

له دغه بنديز څخه هدف دا دي چي په بنغازي او د لبيا په نورو برخو کي د پاڅون کونکو پر ضد د قذافي د رژيم د هوايي او ځمکنيو حملو مخه ونيوله شي.

د فرانسي ولس مشر نيکلاي سارکوزي وويل: «د لبيا خلک بايد خپل راتلونکي خپله وټاکي. مونږ د هغوي لپاره تصميم نه نيسو. د آزادي لپاره پيل شوي مبارزه تاسو پوري تعلق لري.خو د نړيوالي ټولني په استازيتوب مونږ نه شو کولاي چي د دغه ولس ر ضد جنايت وځغمو.»

دا چي د لويديځو متحدينو د حملو مشرتوب څوک په غاړه اخلي تراوسه پوري معلومه نه ده.بريتانويان غواړي چي ناتو دغه قومانده په غاړه واخلي. خو عربي ټولنه او فرانسويان دا ښه نه بولي چي يو لويديح پوځي سازمان دا کار وکړي.

د المان په شمول نورو لويديځو هيوادونو د قذافي د رژيم د ځواکونو پر ضد له حملو هرکلي کړي دي.

د آلمان صدراعظمی انګلا مرکل چي د پاريس په غونده کي ګډون درلوده وويل:«هيڅوک به ونه توانيږي چي د نړيوالي ټولني د عزم او ارادي مخه ونيسي او په هغه کي بيلتون رامنځ ته کړي.مونږ په ګډه د لبيا د ولس ترڅنګ ولاړ يو، مونږ په ګډه په دي خبري توافق کړي چي د خپل ولس پر ضد د قذافي د رژيم جګړي ته دي خاتمه ورکړ شي او سمدلاسه دي ډزبندي وشي.»

Libyen 20.03.2011
انځور: AP

آلمان د چين او روسيي په څير د امنيت د شورا پريکړي ته له رايي ورکولو څخه ډه ده وکړه، خو وايي چي د لبيا پر ضد د تيلو بنديز دی نور هم سخت کړاي شي.معني دا چي د لبيا د تيلو پيسي دي يو معتمد جاري حساب ته واستولي شي نه د قذافي رژيم ته.ښايي له لبيا څخه نور تيل وارد نه کړاي شي.

که څه هم آلمان د قدافي د رژيم پر ضد په پوځي عملياتو کي ګډون نه کوي، خو مرکل وويل چي آلمان چمتو دي دي پوځي مرستي چمتو کړي:

هغی وویل: «مونږ چمتو يو چي د ناتو پوځي پيټي سپک کړو، په خاصه توګه هغه سره د آواکس د کشافي الوتکو لپاره پرسنول برابر کړو ، هغه دا چي په دي لاره کي ناتو سره په افغا نستان کي مرسته وکړو او هلته يي پيپي سبک کړو. سر بيره پر دي مونږ چمتو يو چي اجازه ورکړو ترڅو په آلمان کي د امريکايي هډو څخه د پوځي عملياتو لپاره کار واخيستل شي.»

اويل زايبرت/ عبدالباري حکيم

کتونکي: زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل