1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوالي جزايي محکمې په لومړي ځل د يوه برحاله ولسشمر د بند حکم صادر کړی

۱۳۸۷ اسفند ۱۵, پنجشنبه

نړيوالي جزايي محکمې دسوډان ددولت د مشر عمر البشير دبند حکم له دې امله صادر کړی چي پر ده باندي په جګړه کي دجنايتونو دکولو او دبشري بنیادي حقونو دتر پښولاندي کولوتورونه لګول کيږی.

https://p.dw.com/p/H6FR
د دنهاک نړيوالي جزايي محکمه
د دنهاک نړيوالي جزايي محکمهانځور: ICTY

خو دملګروملتونو په ټولنه کي دسوډان لوی سفيرعبدالمحمود عبدالحليم محمد دخپل هيواد دحکومت په استا‌زيتوب دنړيوالي جزايي محکمې دغه حکم په شدت سره غندلی او په نيویارک کي يې دخبریالانو په وړاندي ويلي، موږ اصلاً نړيواله جزايي محکمه نه پيژنو نو لدې کبله ددغي محکمې حکم هم موږ ته کوم قانوني اعتبار نلري.

«موږ دICC يا دنړیوالي جزايي محکمې شتوالی په رسميت نه پیژنونولدې امله ددغي محکمې پريکړي هم زموږ دپاره کوم اعتبارنلري او دي ته هم موږ نه یو تيار چي ددغي محکمې سره ګډ کار وکړو.»

دملګرو ملتونو په ټولنه کي دسوډان لوی سفير داهم وايي« ټول دغه جنايي ناندرۍ » چي دسوډان پر ضد رواني دي بايد پاي ته ورسيږي او ددې پر ځای داهڅه وسي چي د دارفور دلانجې له پاره دي دحل يوه سياسي دوامداره لاره وموندل سي.

نه يوازي پخپله دسوډان حکومت دعمر البشير پر ضد د دنهاګ دنړیوال جزايي حکم غندلی، بلکي چين هم چي دسوډان دتيلو ددريو برخو څخه دوې برخي پيري د نړيوالي جزايي محکمې څخه ددې غوښتنه کړې چي د عمر البشير پر ضد دبند حکم بيرته واخلي، ځکه چي داکار به نه د دارفور دسيمي دکړکیچ دحل په لاره کي کومه مثبته اغيزه ولري او نه په سيمه کي دسولي او ثبات دپاره . خو دسوډان او ددارفور دکړکېچ په اړوند دچين دحکومت پر دريځ باندي نړيولو دمخه هم له دې امله نيوکي کړي چي چينايانو دخرطوم دحکو مت په مقابل کي دخپلو هغه اقتصادي اړيکو د امکاناتو څخه هسي چي ښايي کار ندی اخيستي چي دخرطوم حکومت ددارفور دلانجې دحل له پاره جدي عمل وکړي. داهم ويل کیږي چي په تيره بيا کومي سپکي وسلې چي په دارفور کي کارول کیږي، چینایانوسوډان ته ورکړي دي.

د سوډان مشر عمر البشير
د سوډان مشر عمر البشيرانځور: AP

دسوډان دحکومت په غوښتنه او فشارونو سره هم د افريقايي ټولني او هم دعربو دټولني غړيو هيوادونو د ملګرو ملتونو دټولني د امن دجرګې له لاري داهڅه کړې چي د عمر البشير پر ضد دي بند وځنډول سي تر څو ددارفور دلانجې دحل دپاره ديوې سوله ايزي لاري دمندلو دپاره هلي ځلي يوې نتيجې ته ورسيږي. خو دامن په جرګه کي کوم هيوادونه چي دويتوحق لري دعربو او د افريقايي ټولنو ددغه هڅو مخه نيولې.

دننه په سوډان کي ددې خبرپه خپريدو سره چي نړيوالي جزايي محکمې ددغه هيواد ددولت دمشر عمر البشير دبند حکم صادر کړی دی نو لومړي غبرګون چی ښودل سوی داو چي له دغه هيواد څخه لږ تر لږه دلسو خيريه سازمانونو استازي ايستل سوي دي.

دنړۍ په مطبوعاتو او خبري رسنيو کي هم دنړيوالي جزايي محکمې له دې پریکړي څخه چي دلومړي ځل دپاره دیوه برحال ولسمشردبند حکم ددې تورونو له امله چي په جګړو کي يې جنايتونه کړي او بشري بنيادي حقونه يي تر پښو لاندي کړي، ډیر ښه هرکلی سوی. مثلاً دLa Croix په نامه فرانسوۍ ورځپاڼه ليکي چي:

« کرارکرارد نړيوالي جزايي محکمې په چارو کي پرمختګونه ليدل کيږي.همداچي په کمبوجيا کي دسره خمير د پخواني مشرانومحاکمه پيل کیږي. يا په دن هاګ کي دلبنان دپخواني لمړي وزير دوژني دپيښي دپاره يو ځانګړی تیبونال جوړيږي او د لومړي ځل دپاره دداسي يوه سړی دبند حکم صادروي چي برحال ولسمشر دی. نو هيله ده چي ددغه راز حقايقو دلټولو دپاره د نړیوالي جزايي محکمې دکار لمن نورو هیوادونو ته هم وغزول سي. مثلاً دجګړې دهغه ګوماني جنايت کارونو دموندلو له پاره چي لا تر اوسه هم په افغانستان کي زور او زر لري.