1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوالو پر حلب روانه جګړه سخته غندلې

۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبه

د سوريې د پوځ له خوا د حلب پر ښار تباهي رامنځ ته کوونکي بريدونه په نړيواله توګه غندل سوي دي. د م.م. سرمنشي بان کي مون د جنګي جنايت څخه خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/2QZXP
Syrien Bürgerkrieg Zerstörung in Aleppo
انځور: picture-alliance/abaca/J. Al Rifai

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وويل چي دی «د خونسرده پوځي تاوتریخوالي د لمني پراخېدو حيران» کړی دی. نوموړي دغه څرګندونې د سوريې په حلب ښار کي د تازه تاوتريخوالي د اوج په تړاو وکړې. بان کي مون وويل چي د حلب اوسېدونکي خلک په ۲۰۱۱ کال د جګړې د پېل راهيسي دمګړی د تر تولو «دوامداره او سختو بمباريو» سره مخامخ دي.

بان کي مون په زیاته بيا پر د هغو راپورونو پر اساس د سوريې پر پوځ سختي نيوکي وکړې، چي له مخي يې دغه پوځ د مځکي لاندي مورچلونو د له منځه وړلو په مقصد ځانګړي بمونه غورځوي. دغه بمونه څو پوړيزه ودانۍ تر زيرخانو پوري له منځه وړي. بان کي مون وويل چي د سوريې د رژيم له خوا د اوسېدونې په سيمه کي دا ډول بمونو کارونه و جنګي جنايت ته ورته کار دی.

نړيوال بشري قوانين

اروپايي اتحاديې هم «د نړيوالو بشري قوانينو ماتول» سخت غندلي دي. د امريکا د متحده ايالاتو، آلمان، فرانسې، بريتانيې او ايټاليې د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه مشترکه اعلامیه کي ويلي چي دا اوس په روسيه پوري تړلې چي «ثابته کړي چي اراده او قابليت لري چي د دپلوماتيکو هلو ځلو په ترڅ کي غېر عادي اقدام وکړي» او په سوریه کي اوربند وژغوري. پر دغه اعلاميه د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤل هم لاسليک کړی دی.د امریکا متحده ایالاتو، بريتانيې او فرانسې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د يوې اضطراري غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده. په پام کي نېول سوې چي دغه بېړنۍ غونډه به د نيويارک په ځايي وخت د يکشنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۵مه نېټه) په ماپښين دايره سي. په دغه غونډه کي به د سوريې د جګړه ځپلي ښار حلب په هکله خبري اتري او سلامشورې وسي.

د امریکا د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري د دې څخه تر مخه لا په سمدلاسه توګه پر حلب د هوايي بريدونو د درولو غوښتنه کړې وه. کېري د آلمان، فرانسې، بريتانيې اواېټاليې د بهرنيو چارو د وزيرانو سره په بوسټن ښار کي غونډه وکړه. کېري پر روسيې ږغ وکړ چي د ولسمشر بشارالاسد په وړاندي د خپل نفوذ څخه کار واخلي.

دا په داسي حال کي ده چي د سوريايي پوځ او روسي پوځ الوتکو د شنبې په ورځ پر حلب خپلو سختو بمباريو ته ادامه ورکړه. ويل سوي چي په حلب کي و تقريبا ۲ مليونو انسانانو ته د اوبو رسد درېدلی دی. د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان يونيسېف ويلي چي د حلب ټول روغتونونه او کلينيکونه په ژوبل سوو کسانو داسي ډک دي چي زياتره ژوبل او ناروغ انسانان د بسترونو پر ځای پر مځکه پراته دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (02.08.2016):

New York 71. UN-Generalversammlung Rede Ban Ki-moon
سرمنشي بان کي مونانځور: Getty Images/AFP/J. Samad