1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوالو د بوستن پيښه وغندله

مسعود جهش (AFP,dpa,DW)۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

په بوستن کې د دوشنبې ورځې په ماراتون يا ډله ییزه ځغاسته کي د دوو پرلپسې چاودنو په ترڅ کي درې تنه ووژل سول او تر سلو زيات ټپیان سول. د امریکا متحده ايالات کورني استخبارات اوس تلاښ کوي چي د پيښي عاملین پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/18GoW
BOSTON, MA - APRIL 16: A Boston police officer stands near the scene of a twin bombing at the Boston Marathon, on April 16, 2013 in Boston, Massachusetts. Three people are confirmed dead and at least 141 injured after the explosions went off near the finish line of the marathon yesterday. The bombings at the 116-year-old Boston race, resulted in heightened security across the nation with cancellations of many professional sporting events as authorities search for a motive to the violence. (Photo by Spencer Platt/Getty Images)
USA Anschlag Boston Marathon Explosionانځور: Getty Images

تر چاودنې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کي له خبريالانو سره د خبرو سره د خبرو پرمهال اعلان وکړ، چې د پېښي مسئولین به پیدا کړي او د قضا له خوا په سزا ورسيږي:

«موږ به د دې موضوع عمق ته ورسیږو، او دا خبره به روښانه کړو چې دغه کار چا او ولې کړی دی. د دې پېښې مسئولین به له پوره عدالت سره مخامخ شي.»

اوباما په عین حال کې له امریکایانو څخه وغوښتل چې تر وخت مخکي پریکړي و نه کړي او پریږدي چې د دغه هيواد استخباراتي او نورو امنیتي سازمانونو څېړني پای ته ورسیږي.

په همدې حال کې امریکايي چارواکو ویلي دي چې هغوی د دې پېښې په اړه خپلې جنایي څېړنې پیل کړي دي او تينګار يې کړی دی چې کيدای شي د بوستن پېښه یو ترهګر عمل وي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کي د تحریک طالبان ډلي، چې تر دې دمخه یې په نیویارک کې د یوه تروريستي بريد د پلانولو پړه پر غاړه اخیستې وه، د سه شنبې په ورځ وویل چې هغوی د بوستن په پېښه کې ښکېل نه دي. دې ډلې ټیګار کړی دی چې هغوی اوس هم امریکا د خپلو بریدونو مهم هدف بولي، خو د تیرې ورځې په برید کې د هغوی ډلې کومه ونډه نه لرله.

د بوستن تر پېښې وروسته ډیر شمیر نړیوالو مشرانو دغه برید وغانده او له امریکایانو سره یې خواخوښي څرګنده کړه. افغان ولسمشر حامد کرزي هم د بوستون د پېښې په اړه خواشینې څرګنده کړې ده. هغه د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د یوه داسې ملت په توګه چې له څو کلونو راهیسې له ترهګریزو بریدونو سره مخامخ دی، افغانان د دغه شان پېښو له کبله رامنځ ته کیدونکی درد او عم ښه درکولای شي.» ولسمشر کرزي په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده چې هغه د باستون بېښه په کلکو ټکو غندي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د بوستن پېښه یو وحشي عمل بللی دی او امریکا متحده ایالاتو ته یې د مرستې وړانديز کړی دی. پوتین ولسمشر اوباما ته پو یوه تیلیګرام کې لیکلي دي: «د ترهګرۍ پرضد جګړه نړیوالي همکارۍ ته اړتیا لري.» پوتین په خپل تیلیګرام کې زیاته کړې ده چې که اړتیا وي نو د روسیې څیړونکي اماده دي چې له امریکايي څیړونکو سره د بوستن د پېښې په څېړنه کې مرسته وکړي. د بو ستن تر پېښي وروسته روسي چارواکو اعلان کړی دی چې په دې هیواد کې د جوړیدونکو اولمپیک لوبو له پاره په لا سخت امنیتي تدابیر ونیسي.

د آلمان صدراعظمې انګيلا میرکل، ویلي دي چې هغه دې پيښي ډیره خواشینې کړې ده. هغې زیاته کړې ده چې هیڅ څه دغه شان برید چې پر داسې کسانو کیږي چې په یوه سوله ییزې سپورتي مسابقه کې ګډون کوي توجیه کولای نه شي‎.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون، هم د بو ستن پيښه غندلې ده، او هغه یې د بوستن په یوه خاصه ورځ کې یو بې معنی او مفهومه برید بللی دی. بان وویل: «زه غواړم د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایم. هیله لرم هغه کسان چې ټپي شوي دي ډیر ژر بیرته روغ رمټ شي.»

پر نړیوال سیاستوالو سربیره د المپیک نړیوالې کمیټې هم د بو ستن پېښه غندلې ده. د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر په یوه بیانیه کې ویلي دي: «زه او د المپیک د نړیوالې کمیټې نور غړې د بوستن د پېښي قربانیانو، د هغوی کورنیو او ملګرو ته دعا کوو.»

د بوستن تر پيښي وروسته د امریکا متحده ایالاتو په ډیرو ښارونو کې امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي دي. اوس په بوستن ښار کې ډیرو خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې په خپلو کورونو، هوټلونو او دفترونو کې پاتې شي.

د بوستن په ماراتون يا ډله ييزه ځغاسته کي ۲۶۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو. ګډونوال يې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه دې ښار ته ورغلي ول.