نيويارک کي ملا امام او مرستيال په ډزو ووژل سول
۱۳۹۵ مرداد ۲۴, یکشنبه
د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار کي يو نامعلوم کس پر يو امام او د هغه پر مرستيال ډزي وکړې. وژل سوی ۵۵ کلن امام مولانا اخونجي او مرستيال يې ۶۴ کلن طاهر الدين بلل سوي دي. د خبري آژانسونو د خبرونو له مخي دغه دواړه کسان د نيويارک په کوينز سيمه کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۱۴مه نېټه) پر سر وويشتل سول.
ويل سوي چي دواړو کسانو د ډزو څخه لږ وخت وروسته ساه ورکړه. وسله وال بريد کوونکی د دغه بريد وروسته په تښتېدلو کي بريالی سوی دی. دغه معلومات د نيويارک د پوليسو وياند ورکړي دي.د پوليسو وياند ويلي دي چي لومړيو پلټنو هيڅ داسي شواهد نه دي رابرسېره کړي، چي د دغې پيښي تر شا دي اسلام ضد لاملونه وجود ولري. پوليسو ويلي چي د څارونکي کېمرې عکاسي ښيي چي يو کس و دغو دوو مسلمانانو ته نژدې کيږي او بيا يې پر سر ډزي کوي او بيا وسله په لاس تښتي. د امريکايي رسنيو د خبرونو له مخي وژل سوي دواړه کسان په مسجد کي د لمونځ کولو وروسته پر سړک روان ول او خپلې ځانګړي جامې يې لا په تن وې چي ورباندي بريد وسو.
له کرکې ډک ماحول
د دغه مسجد يو مقتدي و اسوشيېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي په تيرو وختونو کي د شاوخوا خلکو په چلن کي بدلون راغلی ؤ. هغه ويلي چي بعضي کسان چي به د مسجد مخي ته تېرېدل نو به يې سپکي سپوري ويلې. د دغه مسجد زياتره مقتديان د بنګله دېش هيواد سره تړاو لري.د شنبې په شپه د دغه مسجد مقتديانو په احتجال لاس پوري کړ او د دې غوښتونکي سول چي د دغې پيښي سره دي د کرکي پر اساس د ترسره سوي بريد چلن وسي. احتجاج کوونکو د «موږ انصاف غواړو» شعارونه ورکول. په امريکا کي د مسلمانانو ځانګړي سازمان او شورا هم ويلي چي د دغه پيښي تر شا د کرکې لاملونه دي.
د نيويارک د کوينز دغه ناحيه چي اوزون پارک نوميږي پکښي زيات شمېر مسلمانان ژوند کوي چي اکثره يې له بنګله دېش څخه دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.11.2015):