نيويارک ټايمز:د کرزي د دفتر رئيس ته ايران پيسې ورکوي
۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبهنيويارک ټايمز ورځپاڼه په کابل کي د نه نومول سوؤ بهرنيو او افغانو چارواکو لخوا ليکي چي اېران کوښښ کوي د افغان ولسمشر په دفتر کي خپل اثر زيات کړي تر څو د ولسمشر او امريکا تر منځ واټن ډير کړي.
په ورځپاڼه کي د نه نومول سوؤ افغانو چارواکو له وينا ليکل سوي دي چي په تېر اگست کي و اېران ته د حامد کرزي د سفر پر وخت و ښاغلي عمر داؤدزي ته په پلاسټيکي کڅوڼه کي د يورو د پولي واحد بلونه ورکړل سوي.
د حامد کرزي پدغه سفر کي په کابل کي د ايران سفير فداحسين مالکي هم ورسره ملگر ؤ چا چي داؤدزي ته دغه کڅوڼه ورکړله.
د ورځپاڼي په وينا افغان چارواکو دې ته پام سوی چي ښاغلي عمر داؤدزي دغه کڅوڼه وروسته بېرته خپل کور ته يوړه.
په راپور کي په کابل کي د يوه نه نومول سوي بهرني چارواکي له وينا اټکل سوی چي اېران ښايي د ولسمشر حامد کرزي او داؤدزي و هغه صندوق ته پيسي ورکړي وي چي ولسمشر او داؤدزی د ولسي جرگې دغړو، قومي مشرانو او حتی د طالبانو د قومندانانو د وفادارۍ د رانيولو دپاره کار ځني اخلي.
په کابل کي د يوه بهرني چارواکي له خولې ويل سوي دي چي د پيسو نوموړی صندوق تور دخل دی چي د افغان ولسمشر لخوا و خلکو ته د رشوت ورکولو دپاره کارول کيږي.
د ورځپاڼې په وينا ولسمشر کرزي او داؤدزي د اېران سره د هغوی د اقتصادي اړيکو په هکله د ليک په بڼه پوښتل سوؤ سوالونو د جوابولو څخه ډه ډه کړېده. د ورځپاڼي په وينا په کابل کي د ايران سفارت دغه تورونه په سخته رد کړي دي.
ورځپاڼې په کابل کي د نه نومول سوي بهرني چارواکي له خولې ليکلي، چي اېران غواړي د ځان سره د عمر داؤدزي وفاداري برقراره وساتي.
داودزی په ايران کي د افغانستان سفير تېر سوی دی او د کرزي په کابينه کي يو لوېديځ ضد کس بلل کيږي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل