1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيوزيلند افغانستان ته ماته ورکړه

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د ۲۰۱۲ کال د نولس کلنو ځوانانو د کرکیت د نړیوال جام په سیالیو کې نیوزيلند افغان لوبډلي ته ماته ورکړه. په دې سياليو کي دا دوهمه لوبه ده چي افغان ځوانان ئې بايلي.

https://p.dw.com/p/15pHv
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان له پاره نیوزیلند یو ستر او پیاوړی حریف وو، ځکه چې دغه هیواد له استرالیا سره په ګاونډيتوب کې پروت دئ، چاپیریال، هوا او د لوبو میدانونه ئې استرالیا ته ورته دي. په داسې حال کې چې افغانستان یو اسیایي هیواد دئ او د استرالیا له چاپیریال او لوبغالو سره پوره بلدتیا نه لري خو بیا هم افغان لوبډلي ښه لوبه وکړه، او یوازي په نهو منډو ئې لوبه بایلله.

نیوزیلندي لوبغاړو هرني والش او کوبرت اودونیل د ۱۰۸ منډو ملګرتیا وکړه.
نیوزیلندي لوبغاړو هرني والش او کوبرت اودونیل د ۱۰۸ منډو ملګرتیا وکړه.انځور: Afghanistan Cricket Board

د لوبې پچه د نیوزیلند د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې وگټله او پخپله ئې د منډو جوړولو (بیټینګ) پریکړه وکړه. د نیوزیلند لوبډله د لوبې په پیل کې د افغان لوبغاړو له پیاوړي بالینګ سره مخامخ شوه.

که څه هم په لومړیو کې د نیوزیلند درې لوبغاړي په پرله پسې ډول وسوځیدل خو هرني والش او کوبرت اودونیل د ۱۰۸ منډو ملګرتیا وکړه او د خپلې لوبډلې د بریا هیلې ئې ژوندۍ کړې.

د نیوزیلند لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۸ منډې جوړې کړې او د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ته ئې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري سعید احمد شیرازد او یمین احمدزي په زړه پورې توپ اچول (بالینګ) ترسره کړ او د خپلې سیالې لوبډلې څلور څلور لوبغاړي ئې وسوځول همداراز جاوید احمدي او افتاب علم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

که څه هم افغان لوبډله ښه ولوبیده خو لوبه ئې بایلله.
که څه هم افغان لوبډلي ښه لوبه وکړه خو وئې بایلله.انځور: Afghanistan Cricket Board

کله چې افغانستان په منډو جوړولو (بیتینگ) پیل وکړ نو په لومړیو پنځو اورونو کې ئې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې ترتیب سره لوبه د نیوزیلند لاس ته ولویده.

نجیب الله ځدران او محب الله پاک ډیره ښه ملګرتیا وکړه خو له ډیرو هڅو سره سره بیا هم ونه توانیدل چې لوبه د ځان پر لور راوګرځوي. افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره ۱۹۰ منډې جوړې کړې او پر نیوزیلند ئې د اتو منډو په توپیر لوبه وبایلله.

په دغې لوبه کې نجیب الله ځدارن ۶۹ منډې، افسر ځاځي ۳۲ او محب الله پاک په خپل وار سره ۲۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان که څه هم د نولس کلنو د کرکیت د نړیوال جام په سیالیو کې له پرمختگ څخه ناهیلې شو خو پخپل ګروپ کې به خپله دریمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سکاتلند هیواد پر وړاندې وکړي.

نصرالله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش